د ایران برید ته غبرګونونه؛ اسلام اباد له تهرانه خپل سفیر ور غوښتی، رسمي سفرونه یې هم لغوه کړي

د ایران او پاکستان تر منځ اړیکې په کمسارې بڼه خرابې شوي او اسلام اباد د ایراني حملو په غبرګون له دغه هېواده خپل سفیر ور غوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن (چارشنبه) خبري ناستې ته د وینا پر مهال “د ایران حمله د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصولو ښکاره سرغړونه وبلله.”

هغې د دغې توغندیزو بریدونو په غبرګون د اسلام اباد ديپلوماتیک احتجاج نن په یوه خبري ناسته کې اعلان کړ.

نوموړې وویل “اسلام اباد له ایرانه خپل سفیر راغوښتی او په ډېر اټکل چې اسلام اباد کې د تهران سفیر هم بېرته پاکستان ته را ستون نه شي.”

اغلې بلوڅ اسلام اباد کې د دغې لنډې خبري ناستې پر مهال دا اعلان هم وکړ چې پاکستان په راتلونکو څو ورځو کې له ایراني چارواکو سره پلان شوي رسمي ملاقاتونه او سفرونه هم لغوه کړې دي.

هغې زیاته کړه، چې د دې ناقانونه عمل پر وړاندې له پاکستان سره د هر ډول غبرګون حق خوندي دی.

د اسلام اباد د دغه دریځ تر څنګ، د ایران لخوا د پاکستان دننه دغو عملیاتو په لویه کچه نور غبرګونونه هم پارولي دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف ویلي د ایران لخوا د پاکستان د ننه توغندیز برید د دواړو ملګرو هېوادونو او ښه ګاونډيتوب خلاف عمل بللی دی.

پاکستان

په پاکستان کې ډېرو سیاستوالو د ایران د دغه برید د غندنې تر څنګ ویلي، “که داسې څه موضوع وه، ایران باید د دیپلوماتيکو چاینلونو له لارې شریکه کړې وه.”

د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزیر جان اڅکزي ویلي ” په کلکه د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تیري غندي او دا کار د منلو نه دی.”

هغه زیاته کړې چې پاکستان خپله د ترهګرۍ قرباني دی “لکه څنګه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ترهګري یوه سیمه ایزه ننګونه ده او پاکستان تل د ایران په ګډون د سیمې له ټولو هیوادونو سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کړې. پاکستان پخپله د ترهګرۍ قرباني دی، په تېر یوه کال کې یوازې په بلوچستان کې تر ۸۰ ډېرې ترهګریزې پېښې شوې دي چې ۲۴۰ کسان پکې وژل شوي دي.”

پاکستاني حکومت د سې شنبې په شپه (جنوري ۱۶مه) له برید لږ وروسته هم په یوه خبرپاڼه کې اندیښنه ښودلې وه خو د ډېرو جدي ګامونو څه یادونه نه وه شوې.

اسلام اباد ویلي و، “دغه بریدونه دې ته په پام چې دواړه هېوادونه ګڼ دیپلوماتیک چینلونه لري، لا ډېره اندېښمنوونکي دي”.

برید پر چا شوی؟

پاکستان

د رپوټونو پر بنسټ ایراني ځواکونو تېره شپه د پاکستان په خاوره کې دننه د جیش العدل نومي وسله والې ډلې پر ”دوو” مرکزونو د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.

د ایران تسنیم دولتي خبري اژانس له قوله ویل شوي، چې د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې دغه بریدونه شوي دي.

اسلام اباد ویلي په دې بریدونو کې “دوه بې‌ګنا ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي”.

جېش العدل د سني مسلمانانو یوه وسله واله ډله ده، چې د خپلو فعالیتونو پیل یې د ایران له سیستانه کړی و، دا ډله په سیمه کې د یوې بلې وسله والې ډلې جندالله مشر عبدالمالک ریګي له نیول کېدو او اعدام وروسته جوړه شوه.

جېش العدل ډله وايي، له ایران سره د بلوڅو او سنیانو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په دا وروستیو کلونو کې یې د ایران په سویل ختیځو سیمو کې د دې هېواد له سرحدي او امنیتي ځواکونو سره یو شمېر وسله والې نښتې کړې دي.

پر دې ډله تورونه لګېدلي چې په ۲۰۰۵ کال کې د ایران هغه مهال پر ولسمشر محمود احمدي نژاد د یوه وسله وال برید په ګډون په یو شمېر چاودونو او بریدونو کې یې لاس درلود.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو له دې مخکې ویلي و، چې د عراق د کردستان مرکز اربیل ته نږد یې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد مرکز او په سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.

ایراني ځواکونو په هغو بریدونو کې د توغندیو کارولو خبره کړې وه.

پاکستان

له ایرانه مخکې د ۲۰۱۹م کال فبرورۍ میاشت کې هند هم له ورته اندېښنو وروسته د پاکستان په بالاکوټ سیمه برید کړی و.

هغه مهال د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوکلې ویلي و، د استخباراتي معلوماتو له مخې یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد تر ټولو ستر مرکز په نښه کړی دی. هغه وخت خلکو ویلي و، د الوتکو او چاودنو غږونه یې هم اوریدلي وو.

د پاکستان ګاونډي هېوادونه تل په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو په اړه اندیښنې څرګندوي خو د پاکستان په خاوره کې د ننه د داسې عملیاتو بېلګې ډېرې نه دي لیدل شوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران برید ته غبرګونونه؛ اسلام اباد له تهرانه خپل سفیر ور غوښتی، رسمي سفرونه یې هم لغوه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*