د ایران په زندانونو کې څومره افغان بندیان دي؟

د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟
د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

د افغانستان حکومت له ایران سره د افغان زندانیانو پر وضعیت خبرې کوي، په همدې موخه د افغانستان حکومت لوی څارنوال ایران ته تللی. په ایران کې افغان کډوال د کومو جرمونو په تور نېول کیږي؟

له ایران څخه افغانستان ته د زندانیانو د لېږدونې بحث شاوخوا درې کاله وړاندې کله چې هلته د کرونا ویروس په اوج کې و مطرح شوی دی.

د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې د ایران حکومت چمتووالی ښودلی وو چې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان زندانیان به خپل هيواد ته ولېږدوي.

د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان د ایران په زندانانو کې بندیان دي.

په تهران کې د افغانستان کډوالو د حقونو یوې فعالې آصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل: «هغوی تر ډېره د قاچاق او نشه يي توکو اړوندو مسایلو په تور نېول شوي، خو په دې کې نور موضوعات هم شته.»

اوس د افغانستان حکومت هڅه پيل کړې ده چې د دغو زندانیانو وضعیت له نیږدې وګوري او هېواد ته د رالېږدولو هڅه یې کوي.

د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د هېواد د لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي په مشری یو پلاوی په ایران کې د افغان زندانیانو د وضعیت ارزونې په موخه تهران ته ولاړ.»

ایران میشتې افغان فعالې آصفه ستانکزۍ وویل ایران ته د افغانستان حکومت د پلاوي سفر به ډېر اغیز ونه لري، خو لږ تر لږه د افغان زندانیانو د وضعیت ارزونې له پاره یوه ډیالوګ ته لاره هوارولی شي.

اوسمهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي، چې ډېر یې هلته د قانوني اوسېدو اسناد هم نه لري.

منبع

1 Comment on "د ایران په زندانونو کې څومره افغان بندیان دي؟"

  1. Very nice article. I definitely appreciate this site. Continue the good work!

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*