د ایران د ګازو په پایپ لاین کې چاودنې؛ تهران: دا یو تخریبي او تروریستي عمل و

د ایران

ایراني چارواکو د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۴ (سلواغۍ ۲۵مه) د سهار په لومړیو ساعتونو کې ددغه هېواد په دوو ولایتونو د ګازو په پایپ لاین کې د چاودنو خبر ورکړ.

دغه چادونې چې ایراني چارواکو “ورانکاره تروریستي” برید بللی، پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د غزې په تړانګه کې د حماس او اسرائیل د جګړې له امله په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی لاهم دوام لري.

د ایران د تیلو او پترولیم وزیر، جواد اوجي د ایران له دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې دا یوه “ترهګریزه” پیښه وبلله او ویې ویل:” په سیمه ییز وخت، د شپې په یوې بجې د ورانکاره تروریستي عملیاتو په پایله کې د ګازو د پایپ لاین په دوو یا دریو برخو کې چاودنې وشوې.”

هغه وویل چې د “دښمن هدف” د ایران په مهمو ولایتونو کې د ګازو بندول وو، چې د نوموړي په خبره، داسې ونه شول او یوازې د چاودنې ځای شاوخوا څو کلیو ته د ګازو بهیر بند کړ.

هغه زیاته کړه: ” موږ له مخکې څخه چمتووالی درلود او پوهیدو چې په سیمه کې د پیښو او د سلواغې د ۲۲مې نیټې د پرتمین لاریون له امله د تخریب امکان شته. موږ په چټکۍ سره لاس په کار شو او عملیاتي ټیمونه په چټکۍ سره سیمې ته حاضر شول.”

د ایران د ګازو د ملي شرکت د معلوماتو له مخې، دغه چاودنې د چهارمحال او بختیاری ولایت د ‘بروجن’ په سیمه او همداراز د فارس ولايت په ‘صفا شهر’ کې شوې دي.

د ایران د ګازو ملي شرکت ویلي دي چې په دې چاودنو کې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی او د دغه شرکت د ایراني چارواکو په وینا، دوی ددې پیښې د ارزونې په حال کې دي او د ورځې تر پایه پورې به د ګازو بهیر بیرته تنظیم کړي.

په تیرو وختونو کې د ایران په سویل کې عرب بیلتون غوښتونکو د ګازو په پایپ لاینونو د ورته بریدونو مسؤولیت منلی و، خو د ایران په نورو برخو کې د ګازو پر پایپ لاینونو بریدونه نادره دي. همدارنګه تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د ایران د ګازو پایپ لاین د څه باندې ۱۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالی د دغه هېواد له لوېدیځ څخه تر شماله پورې غځیدلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران د ګازو په پایپ لاین کې چاودنې؛ تهران: دا یو تخریبي او تروریستي عمل و"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*