د بریتانیا د پارلمان غړو د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

د بریتانیا د پارلمان څه دپاسه ۱۰۰ غړو د فیفا مشر جیاني انفانتینو ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې په تبعید کې د افغان ښځینه فوټبالرانو د وړتیا لپاره چې وکړای شي په نړیواله کچه سیالۍ وکړي، زیات اقدامات ترسره کړي.

لومړی، د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بنسټ ایښودونکې خالده پوپل، د بریتانیا د پارلمان د غړې جولي ایلیوټ سره په همغږۍ په هغه لیک کې چې په ګارډین ورځپاڼه کې خپور شو، د افغان ښځینه فوټبالرانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

بیا د بریتانیا د پارلمان ۷۶ نورو غړو او د استرالیا، پرتګال او ایټالیا د پارلمان غړو دغه لیک لاسلیک کړ، چې د فیفا له منصفه پلاوي یې وغوښتل چې په ورزش کې د افغان ښځو پر ګډون د محدودیتونو سره د مقابلې لپاره لا زیات اقدامات وکړي.

میرمن ایلیوټ وویل: “د فوټبال د لوبې کولو حق او د سیالۍ حق باید خوندي شي. فیفا باید د مساوات په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي او زه باور لرم چې فیفا باید د دې میرمنو ملاتړ لپاره ډیر څه وکړي ترڅو په نړۍ کې خپل ځای بیرته ترلاسه کړي.”

د بریتانیا د پارلمان دغه غړې زیاته کړه: “هغه ملاتړ چې د بریتانیا په پارلمان کې د همکارانو له خوا او په ټوله نړۍ کې د دې لیک څخه وشو، د افغانستان له ښځو څخه – هغه چې په جلاوطنۍ کې دي یا لاهم په هیواد کې ژوند کوي – پراخ ملاتړ څرګندوي او دا د دوی حق دی هغه ډول چې غواړي ژړند ړکړي هغه لار غوره کړي.”

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې غړي اسټرالیا ته ولیږدول شول، هغه هیواد چې د نیوزیلنډ سره یوځای د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال جام کوربه توب کوي.

هغوی اوس د “میلبورن ویکتوري” د فوټبال کلب په ملاتړ د یو ټیم په توګه خپلو سپورتي فعالیتونو ته دوام ورکوي او د دې کلب په اوومه کټګورۍ کې سیالي کوي.

د لویانو د ټیم سربیره د ځوانو نجونو د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پرتګال او ایټالیا ته ټشتیدلي او شاوخوا ۳۰ تنه نجونې چې د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې نوماندې وې او د هرات ولایت د لیګ د اتلې لوبډلې ځینې غړې هم په کې شاملې دي، په بریتانیا کې پناه اخیستې.

فیفا ویلي چې “د یو غړي هیواد څخه د استازیتوب لپاره د لوبغاړو او ټیمونو ټاکنه داخلي مسله ګڼل کیږي” او فیفا په کې دخالت نه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بریتانیا د پارلمان غړو د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*