د بودیجې کموالی؛ ۲۵ روغتونونه د سره صلیب کمېټې له مالي ملاتړه بې برخې کېږي

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویاند ډيوګو الکانټرا ویلي چې دغه بنسټ په افغانستان کې د بودیجې د کموالي له امله د ۲۵ روغتونونو مالي ملاتړ نه‌شي کولای.

له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د رامنځته شویو اندیښنو سره هم مهاله، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویاند له رویټرز سره په مرکه کې ټينګار کړی هڅې کوي چې د روغتیا له سکټوره د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې پیدا کړي.

یونان کې د سره صلیب کارکوونکی ډاکټر محمد رفیع نظیر ویلي:«افغانستان د مرستو د کموالي په لومړي سره کې دی، د دې لپاره چې افغانستان د نورو هېوادونو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا له روغتیايي برخو سره د دغه بنسټ د مرستو کموالی اندېښمنوونکی ګڼي او زیاتوي چې په افغانستان کې به د هغې بیه ناروغان پرې کړي.

اقتصاد پوه سید مسعود په دې هکله وویل:«له دې پلوه په هغه صورت کې چې د ملګرو ملتونو سازمان او نور سازمانونه چې په ملګرو ملتونو پورې تړلي دي، هغوی مرسته وکړي او په حقیقت کې د مرستو کموالی وښيي، زه فکر کوم چې د افغانستان د اقتصاد او د افغانستان د خلکو لپاره یوه تر ټولو ستونزمن او سخت وخت دی چې اغیزه لري.»

بل پلو ناروغ لرونکي بیا وايي، په دولتي روغتونونو کې روغتیايي امکانات په نشت حساب دي او اړتیا ده چې له روغتیايي سکټور سره لازیاتې مرستې وشي.

ناروغ لرونکی احمدالله طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«دننه په [روغتون] کې خو هېڅ دوا نشته او بیرون پر موږ له ډېرې لوړې بیې سره پلوري چې خلک یې د پېرلو وس نه‌لري.»

بل ناروغ لرونکی کریم هم زیاتوي:«کله چې روغتون ته مراجعه کوو، متخصص نه وي او نور ډاکټران راځي.»

له دې سره سم، روغتیا نړۍوال سازمان هم اعلان کړی چې د افغانستان روغتیايي سیسټم ملاتړ ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې د ښځو د کار او زده‌کړو له منعه کېدو سره په افغانستان کې نجونې او ښځې لا زیاتې زیانمنې شوې دي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې له لا زیاتو خنډونو سره مخ شوې دي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې ۱۴ مېلیون وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري چې له منځه یې ۷٫۵ مېلیونه ماشومان او ۳٫۱ مېلیون ښځې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بودیجې کموالی؛ ۲۵ روغتونونه د سره صلیب کمېټې له مالي ملاتړه بې برخې کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*