د بښنې نړیوالې ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په افغانستان کې د شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي

د بښنې نړیوالې ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې دوو لسیزو کې د بېلابېلو خواوو د ادعا شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي.

د محکمې د غړو هېوادو د کلنۍ غونډې پر مهال د دې ټولنې استازې ویلي، چې د جرمونو نړیواله محکمه باید د افغانستان په اړه پلټنو کې تر اوسه د شوي پرمختګ په اړه مالومات وړاندې کړي او د هغو قضیو د څرنګوالي لوی ټکي هم روښانه کړي چې تر غور لاندې یې دي.

په سويلي اسيا کې د بښنې نړيوالې ټولنې سيمه يزې مشرې سمرتي سېنګ په نيويارک کې د نړيوالې جنايي محکمې د غړو هېوادونو کلنۍ غونډه کې ويلي، اړتيا ده افغانستان کې د شويو جرمونو د قربانيانو په حق کې “انصاف” وشي.

نوموړې د جرمونو نړيوالې محکمې له خوا افغانستان کې د شويو جرمونو په اړه د تېر کال اعلان ته په اشارې وويل، دې اعلان هيلې راټوکولې وې چې عدالت به پلی شي، حقيقت به په ډاک کېږي او قربانيانو ته به د رسېدلي زيان بدل ورکول کېږي.

خو دا وايي انتظار ډېر اوږد شو او اوس يادې محکمې ته په کار دي چې خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.

تېر کال نومبر مياشت کې د جرمونو نړيوالې محکمې اعلان وکړ چې افغانستان کې د شویو جرمونو په اړه څېړنې بيا پیلوي.

د بښنې نړيوالې محکمې په بيان کې چې د سمرتي سېنګ د وينا ځينې برخې يې خپرې کړې راغلي چې دا ټولنه غواړي ياده محکمه خپلې هڅې ګړندۍ او په اړه يې په رڼه بڼه د قربانيانو په ګډون له ټولو ښکېلو خواو سره معلومات شريک کړل شي.

د بشري حقونو فعالان وايي افغانستان کې د تېرو نژدې ۵۰ کلونو په جګړه کې د طالبانو، نړيوالو ځواکونو، افغان حکومتونو، داعش او نورو ډلو له خوا جنګي او بشريت ضد جرمونه شوي دي.

نړيواله جنايي محکمه

د بشري حقونو فعاله او کاناډا کې د پوهنتون استاده شبنم صالحي وايي، که هر وخت دا پلټنې پیل شي سولې ته لار لنډوي. “په افغانستان کې پخوا هم هڅې شوې دي، جرمونه مستند شوي خو له بدمرغه زمينه مساعده نشوه، چې وړانديزونه عملي شي.”

نوموړې زياتوي په افغانستان کې کېدونکي اوسني جرمونه بايد مستند شي.

د بښنې نړيوال سازمان په بيان کې ټينګار شوی چې غړي هېوادونه دې نړيوالې محکمې ته افغانستان کې د شويو جرمونو په اړه د څېړنې لپاره امکانات برابر او ورسره مرسته وکړي.

يادې ټولنې ويلي، جنګي او بشريت ضد جرمونه لکه د جنسيت پر بنسټ ځورول په دې ډله کې شامل دي.

ياد بنسټ دې لړ کې د ښځو او نجونو، هزاره شيعه ګانو او نورو لږکيو پر ضد د شويو جرمونو يادونه کړې چې افغانستان کې د تېرو جګړو او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راوروسته موده کې شوې دي.

طالبانو تر دې مهاله دې تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې د دوی له خوا پر بشري حقونو تېري او د جنګي جرمونو ترسره کول رد کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بښنې نړیوالې ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په افغانستان کې د شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*