د جان اڅګزي ادعا؛ د بلوچستان امنیتي ځواکونه د افغانستان له خاورې ګواښل شوي

اڅګزي

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅګزي تېره ورځ (یکشنبې، د سلواغې پر لومړۍ نېټې) په یوې خبري ناسته کې ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ګواښ دی.

ښاغلي اڅګزي خبریالانو ته ویلي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه لري.

جان اڅکزي زیاته کړې:«د پاکستان له خاورې هېڅ یوه ګاونډي هېواد ته ګواښ نشته؛ خو برعکس د بلوچستان امنیتي ځواکونه له افغان خاورې ګواښل شوي او هلته د ځینو ډلو مرکزونه هم دي. پاکستان په ایران کې هم ځينې مرکزونه په نښه کړي او له‌منځه یې وړي، دا خپله د دې ښکارندوي کوي چې د بلوچستان او پاکستان ټیکاو د دوی له پولو ګواښل کېږي.»

اسلامي امارت بیا خپلو پالیسو ته په اشارې سره دغه تورونه بې بنسټه بولي او زیاتوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یوه هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد او همدارنګه د پاکستان پر ضد وکارول شي. نو په دې برخه کې چې کوم تورونه پورې شوي یا شوي وو، واقعیت نه‌لري او موږ هغه د اسلامي امارت او د افغانستان د حکومت د پالیسۍ او اصولي دریځ په خلاف ګڼو.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې پاکستان د خپلې خاورې په نا امنۍ کې د افغانستان او ایران له تورونولو سره د خپل ولس سترګو ته خاورې شیندي.

د سیاسي چارو شنوونکی کامران امان وايي:«د پاکستان پوځي ځواکونه نه‌شي کولای چې د پاکستان د خلکو امنیت ټينګ کړي، د پاکستان له ټي‌ټي‎‌پي سره دې خپلې اړیکې ښې کړي او د هغوی غوښتنې دې پوره کړي، هغوی اړ دي چې د خلکو سترګو ته خاورې وشیندي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال هم څرګندوي:«د پاکستان لنډمهالی حکومت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه یوازې د اړیکو د له‌منځه وړلو په هڅه کې دی؛ بلکې په سیمې او ټولو هېوادونو لکه ایران کې د سولې او ټیکاو د له‌منځه وړلو په هڅه کې دی.»

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د یکشنبې پر ورځ هم ویلي و چې د ټي‌ټي‌پي په ګډون د ترهګرو ډلو په تړاو د اسلامي امارت دریځ د کابل او اسلام اباد د اړیکو راتلونکی ټاکي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د جان اڅګزي ادعا؛ د بلوچستان امنیتي ځواکونه د افغانستان له خاورې ګواښل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*