د جرمني هامبورګ کې د ډزو پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي

د جرمني په هامبورګ ښار کې په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا برید په یوه تالار کې د یوې مسیحي دیني ډلې د غونډې پر مهال شوی. پولیس په دې باور دي چې برید د دې ودانۍ په پورته پوړ کې په سخت ټپي حالت کې د موندل شوي یوه کس لخوا شوی.

ځايي پولیسو له پېښې وروسته په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ښار په شمالي الستردورف سیمه کې یې په پراخه کچه چاڼیز عملیات کړي.

د ځايي پولیسو په وینا د ډزو دا پېښه د بورستیل سیمې دیلبوګ واټ په یوه کلیسا کې رامنځته شوې ده.

Police officers attend at the scene of a shooting that has left at least six people dead and four wounded in Alsterdorf district, on March 9, 2023 in Hamburg, Germany.

د سیمې پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ویل ”د دې برید انګیزې په هکله باوري معلومات نه شته. ” دوی له خلکو غوښتي چې د ګوماني خبرو او ګنګوسو له خپرولو ډډه وکړي.

د خبرداري فدرالي اپلېکشن (نیناوارن) له لارې په یوه خبرداري کې ویل شوي چې له ځايي وخت سره سم نژدې نهه بجې ”یوه یا له یوه زیاتو عاملینو په تالار کې پر خلکو ډزې کړې. ”

د پېښې ځای ته نژدې اوسېدونکو خلکو ته ویل شوي چې د عملیاتو دوام تر مهاله کورونو بهر نه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د جرمني هامبورګ کې د ډزو پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*