د خوست کورنیو محصولاتو د پاکستاني املوکو ځای نیولی – بڼوال

د خوست

د خوست ولایت کروندګر وايي د املوکو حاصلات یې دومره زیات شوي چې کورنۍ اړتیا پوره کوي او له پاکستان څخه د املوکو واردولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

په دغه ولایت کې د املوکو د یو بڼ څښتن شفېع وايي، له حاصلاتو یې خوښ دی. هغه وايي: “تېر کال موږ ته یو املوک هم له پاکستان څخه نه دی راغلی، موږ باید افتخار وکړو.”

د کرني متخصصین وايي چې په خوست او د افغانستان په نورو نیمه ګرمو سیمو کې د املوکو کښت په اسانۍ سره کیږي. د دوی په خبره چې، موسسات او د کرني وزارت په ګډه باید د باغونو د جوړولو په برخه کې بڼوالو ته مشورې ورکړي.

د پوهنتون استاد سیف الله منګل وايي: “د زراعت وزارت ته په کار دي چې ولایتي ادارې یې د باغونو په جوړولو کې د سرو املکو په ترویج کې خلکو ته مشورې ورکړي، مرستې ورسره وکړي تر څو دا خلک د خپلو هڅو په کولو سره نا امیده نشي.”

د شفیع په څېر په خوست ولایت کې په لسګونو نورو بڼوالو او کروندګرو سږ کال پر خپلو ځمکو د املوکو کښت کړی. دوی وايي، موسمي ږلیو یې فصلونه زیانمن کړي، خو نه یې ولایتي ادارې لاسنیوی کړی دی او نه هم موسسو.

شفیع په دې اړه وايي: “یو ځل ږلۍ وشوه. دولت ته مو درخواستي وکړه تر اوسه یې نه موږ او نه نورو متضررو باغدارانو ته مرسته رسولې. لیست یې جوړ کړی دی خو نه حکومت او نه موسساتو کومک کړی دی.”

که څه هم د خوست ولایتي اداره د کرونګرو ستونزي مني، خو په ورته وخت کې دا هم وايي چې هڅه کوي تر څو د ټولو کروندګرو ستونزې حل کړي.

د خوست د کرني ریاست د بڼوالۍ مدیر نور ولي وايي: “موږ زرو باغدارانو ته د ښاخه بري او سبزیجاتو و میوه جاتو د ټولولو وسایل ورکړي دي. د مارکیټینګ په برخه کي مو مرستط ورسره کړي دي. خو باغداران زیات دي، د ټولو ستونزو ته په یو وخت کې رسیدګي سخته ده.”

په خوست کې د املوکو د زیاتو حاصلاتو خبره په داسې حال کې کیږي چې افغان کروندګر او سوداګر د اوبو د کمښت او نورو ستونزو تر څنګ، د افغاني محصولاتو لپاره د بازار د نه شتون څخه هم شکایتونه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خوست کورنیو محصولاتو د پاکستاني املوکو ځای نیولی – بڼوال"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*