د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه په زور ایستل شوي کډوال نه پوهېږي “له ژمي به څنګه ژوندي ووځي”

د خوړو نړیوال پروګرام تازه د هغو افغان وګړو د ژوند کړاو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستان څخه یې په روز ایستلو لړۍ یې په چټکۍ سره د ژمي ساړه موسم په درشل کې روانه ده.

د ملګرو متلونو د دغه نړیوالې ادارې مشرې هوسیاوو وي لي چې په جنیوا کې یې خبرې کولې وویل، افغان کورنۍ له پاکستان څخه په خورا بدو شرایطو کې افغانستان ته په زور استول کېږي.

د نوموړې په ټکو ستنېدونکي سلګونه زره خلک د ژوند او مرګ په پوله پراته دي: “کورنۍ داسې مهال ستنول کېږي چې هیڅ ورسره نه وي، وږي او وار یې خطا وي چې سملاسي لاس نیوي ته اړتیا لري، له هرې کورنۍ سره چې ما خبرې کړې نه پوهېږي چې له را روان ژمي به څنګه ژوندي وځي، هغه سخت او سوړ ژمی چې راتلو ته یې یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.”

د خوړو نړیوال پروګرام دغه مشره چې په وروستیو کې یې ننګرهار ولایت هم سفر کړی و وایي، هیڅ داسې کورنۍ یې نه ده لیدلې چې “فکر وکړې خپل ژوند به په اسانۍ سره بېرته سمبال کړای شي.”

نوموړې وایې، له ډېرو کورنیو سره یې خبرې کړې او په منځ کې یې داسې کورنۍ هم لیدلي چې پاکستانيو امنیتي ځواکونو ان ترې د کورنۍ مشران سړي یا د مېرمنو میړونه ګرځولي او زنداني کړې دي.

اغلې لي اندېښمنه ده چې ددې کورنیو د لاس نیوي او کومک لپاره ډېر څه نشته: “له بدغه مرغه ددې کورنیو د ښه راغلاست او ملاتړ لپاره پرانیستې غېږ هم نشته، په افغانستان کې ډېرو ته د خپلو خپلوانو لخوا هم ښه راغلاست نه دی ویل شوی او ډېرو ته ویل کېږي چې دوی په خپلو کورونو کې ځای نه لري چې نور خلک ورسره و اوسوي.”

‌ډیبلیو اېف پي وایې تر دې دمه یې یوازې له ۲۵۰ زره خلکو سره مرسته کړي او تمه لري چې خپلې مرستې ټولو نږدې یو میلیون خلکو ته ورسوي.

taliban

د خوړو نړیوال پروګرام د یو شمېر هغو خلکو خبرې هم خپرې کړې چې تازه راستانه شوي او په وینا یې په ډېر بد حال کې ژوند کوي.

د دوی له منځه د پشمینې په نامه یوه مور چې له خپلو ماشومانو سره په یوه خېمه کې ژوند کوي وایي، ماشومان یې ټوله شپه د سړو له امله ورته ژاړي.

دغه افغان مېرمنه زیاتوي: “نه کار لرو، نه پیسې او نه هم د اوسېدو لپاره ځای، نه پوهېږو چې اوس چېرته لاړ شو. پاکستان په زور را وشړلو او اوس دلته په دښته کې پراته یو، بچې مې ټوله شپه، ژړیګې، کړنګېږي، له یخه.”

ملګري ملتونه وایې تر اوسه ۳۷۰ زره افغانان له پاکستان څخه ایستل شوي او ټاکل شوې چې دا شمېره یو میلیون ته ورسېږي. پاکستاني چارواکي بیا دغه شمېر له ۴۰۰ زرو لوړ یادوي.

خو زیاتوي چې له دې خلکو سره د مرستو لپاره ډېرو پیسو اړتیا لري.

له پاکستان څخه په زوره ایستل کېدونکي افغانان په سرحدي دروازو کې له ثبت او هلته څو ورځو تېرولو وروسته خپلو سیمو په داسې حال کې استول کېږي چې هلته بیا د اوسېدو لپاره ځای او نور امکانات نه لري.

f

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي د نړیوال مرستندویه ادارو او ځینو خیره ټولنو له خوا په دغو کورنیو ځینې مرستې وېشل کېږي.

خو ستنې شوې کورنۍ بیا له ډېرو ستونزو سرټکوي.

له دې ټولو اندېښنو او ستونزو سره سره پاکستاني چارسمبالي حکومت ویلي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي وړاندې دا هم ویلي چې د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنېږي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه په زور ایستل شوي کډوال نه پوهېږي “له ژمي به څنګه ژوندي ووځي”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*