د داعش اصلی تهدید او که خوارجی جنګیالیو په لومه کی اچول

8
7

په داسې حال کې چې د ټولو اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ اکثرو هېوادونو په مسکو کې پر ولسي وګړو د داعش وروستی وحشیانه برید وغنده، دخراسانی داعش فکري ناروغانو دا بریدونه ونمانځله. پداسې حال کې چې دا جشن یوازې په خالي شعارونو، د تاوتریخوالی لنډ ویډیوګانو او په ټیلیګرام چینلونو او ډلو کې د ټیټ لوستو ترهګرو ډیجیټل بوتونو په نیمګړی نشراتو پورې محدود و. خو دی ډلې په نږدې راتلونکي کې د نویو، انتقامي او ویجاړونکو بریدونو له ګواښ څخه خبرداری ورکړه او له دی بیشرمی یی لاس وا نخیسته. خو د دې لنډ مهاله جشن پایله په ټوله نړۍ کې د داعش د جنایتکارانو ناڅاپي او په چټکتیا سره نیول وو.

دداعش درواغجنی هیلي:
داعش خراسان غوښتل چې په ټیلیګرام کې د ګواښ او غچ اخیستنې پیغامونو په خپرولو سره د داعش ناکراره او متضاد جنایتکارانو ته امید ورکړي، خو دا ځل د دغې ډلې د هیلو برعکس دغو پیغامونو برعکس اغېز وکړ. په څو ورځو کې د مسکو له برید وروسته د داعش څو ترهګر او د هغوی ملاتړي ونیول شول..

داعش ډلې ګواښ کړی و، چې نور بریدونه به وکړي؛ خو برید پرې وشو؛ دوی د نفوذ ګواښونه کول، خو د دوی کړۍ او شبکې د نفوذ او تخریب په حال کې دي، دوی ګواښ کړی و چې ملکي خلکو ته به نور دردونه او کړاوونه ورکړي، خو پر ځای یې د داعش ډېر کسان ونیول شول.

دا عکسونه په حقیقت کې د داعش د تشو ګواښونو پایلې څرګندوي چې د دې داعش جنایتکارانو د چټک نیولو او شکنجه کولو لامل شوي.
دې ډلې ظاهراً غوښتل چې د خپلو جنګیالیو ستاینه او قدر دانی وکړي، په داسې حال کې چې د دوی اصلي موخه دا وه چې له دغو کسانو څخه د خپلو ناپوهو مشرانو د خوشالولو او د عزت د لوړولو لپاره کار واخلي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش اصلی تهدید او که خوارجی جنګیالیو په لومه کی اچول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*