د داعش بریدونه کم شوي؛ خو په افغانستان کې تر ټولو ستر ګواښ دی – راپور

د داعش بریدونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي؛ خو دا ډله تر ټولو ستر ګواښ دی، چې سیمې او نړۍ ته ګواښونه رامنځته کولی شي.

د دغه راپور له مخې؛ شونې ده، چې د داعش خراسان څانګې په بریدونو کې کمې به د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامی امارت د هڅو یا د دغې ډلې د رهبرۍ په ستراتیژۍ کې د بدلون له کبله رامنځته شوی وي.

په راپور کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ویلي، چې په افغانستان کې د داعش جلب او جذب پر لویه کچه روان دی.

د امنیت شورا غړیو دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې داعش له تحریک طالبان پاکستان څخه وسلې ترلاسه کوي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛ اجازه به ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسانۍ څانګې بریدونه کم شوي؛ خو دا ډله تر ټولو ستر ګواښ دی، چې سیمې او نړۍ ته ګواښونه رامنځته کولی شي.

د دغه راپور له مخې؛ شونې ده، چې د داعش خراسان څانګې په بریدونو کې کمې به د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامی امارت د هڅو یا د دغې ډلې د رهبرۍ په ستراتیژۍ کې د بدلون له کبله رامنځته شوی وي.

په راپور کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ویلي، چې په افغانستان کې د داعش جلب او جذب پر لویه کچه روان دی.

د امنیت شورا غړیو دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې داعش له تحریک طالبان پاکستان څخه وسلې ترلاسه کوي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛ اجازه به ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د داعش بریدونه کم شوي؛ خو په افغانستان کې تر ټولو ستر ګواښ دی – راپور"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*