د داعش ناځوانمردانه برید د خپل مشرانو د له منځه تللي حیثیت ساتلو لپاره:

4
2

د داعش د پروژی مشران په عراق او شام کی په دی ښه پوهیږی چی د دوی جنایتکاره پروژه ناکامه او مخ پر ورکیدو ده. نو ځکه دوی د مرکزی داعش د لاسپوڅو رهبرانو د غرور لپاره بی وخته و په تلوار د هر ډول تروریستی حملو د منلو ادعا کوی. ددی تیاتری لوبی یوه بیلګه په مسکو کی د جمعه د ورځی د ترهګریز برید منل وه. دوی په داسی حال کی پر ملکی وګړو د برید ادعا وکړه چی ددوی لاسپوڅی ګوډاګیان چی ځانونه د د خراسان داعش بولی لا په تیښته نه وه بریالی سوی. خو مرکزی داعش د دوی هویت او عکسون خپاره کړل او دا کار ددی لامل سو چی دغه په نامه خراسانی تاجک تباره ترهګر ټول و نیول سول.

د مرکزی داعش ګمارل سوی په نامه مشران د خپلو ګټو لپاره او په ټولنیزو شبکو کی د پاملرنی لپاره د خپلی رسمی پاڼه ( اعماق) د لیاری د مسکو برید په داسی حال کی ومنی چی حتی له خپل ګوډاکیان سره په خراسان کی یی هم مشوره نه وکړی. د دوی عکسونه یی خپاره کړه او دوی یی په لوی لاس په خطره کی واچول – چی ویل کیږی ټول یی له یوه سره نیول سوی دی.

اعماق په خپله ادعا کی وویل چی ددوی بریدګر وروسته له بریده ټول بیرته خپل مرکز ته روغ رمټ ورسیدل. دا په داسی حال کی ویل کیدل چی نه ددوی بریدګر مرکز ته رسیدلی وه او نه هم روغ او رمټ وه او په خواله شبکو کی په وینو لړی انځورونه خپریدل چی ټول نیول سوی وه او د مرستی چیغی یی وهلی. اعماق دا پتیله چی دا ټول ادعا به دوی ته ګټه وکړی خو دوی یوه رټل سوی ګروپ دی او په خواله رسنیو کی یی په نیول کیدو خوشحالی څرګندول. څګه دوی ترهګر او د اسلام او بشریت ضد موخی لری او دا پروژه هم همدی ته جوړه سوی بولم.

ګوډاګیان خراسانی داعشیان هیڅکله او هیچیری هم روغ او رمټ نسی پاته کیدلای. او دغه لاسپوڅی باید په دی هم پوه سی چی ددوی په نامه رهبران په عراق او شام کی د دوی په قصه کی هم ندی او ددوی د ژوند په بیه خپل د شهرت لاسته راوړل غواړی. د مسکو د ترهکریزی حملی تروریستان په حقیقت کی د خپلو مشرانو لخوا افشا او په خطره کی واچول سول. باید وویل سی چی د مرکزی داعش په نام رهبران د تلواری او بیعقله ادعاوو په وسیله یوازی د خپل شهرت لاسته راوړلو او په لوبه کی د پاته کیدو کار کوی او خپل غولیدلی لیونی ترهګر په خراسان کی داسی پلوری لکه مریان او له مرګه یی خوند هم اخلی.

د خندا خبره خو لا داده چی د خراسانی ترهګرو اعلامی پروژه چی ځان العزایم بولی ورسته له دی چی اعماق تیروتنه وکړه سمدستی په درواغو سر سوه او اخطارونه یی پیل کړه. دوی په یوه انفوګرافیک کی داسی اخطاریه ورکړه چی ددوی نیول سوی ترهګر دی نه شکنجه کیږی که نه بیا به نور ترهګریز بریدونه کوی. دوی په داسی اعلامیه غواړی چی خراسانی داعشیانو د عسکرو بیرته زړه لاسته راوړی تر څو هغوی په دی فکر نسی چی ددوی مشرانو د خپلو غرایضو لپاره پلورلی او قربانی کړی دی.


په پای کی باید خراسانی داعشیانو ته وویل سی چی هیڅکله دی هم دوی دا طمع نکوی چی ددوی ګمارل سوی بادارن په عراق او شام خپل غرور د دوی د ژوند د ساتلو لپاره نه قربانی کوی.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش ناځوانمردانه برید د خپل مشرانو د له منځه تللي حیثیت ساتلو لپاره:"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*