په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوي
په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېر کال کې د نري رنځ ۷۶ زره پېښې او ۴۸۰۰ له درملو سره مقاوم پېښې ثبت شوي، د دغو شمېرو له ډلې هرکال ۱۲ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبه په ورځ په پلازمینه کابل کې د نرې رنځ ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت غوڼده کې د دې ناروغۍ د تېر ۲۰۲۲ کال ارقام خپاره کړل چې دا ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲۶ زره ډېرې پېښې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر غیاثي د نري رنځ د تېر کال ارقامو په اړه وویل: «په تېر کال کې شاوخوا ۷۶ زره قضیي ثبت شوي او ۴۸۰۰ له درملو سره مقاوم قضیې رامنځته شوي. ددغو ارقامو له ډلې ۵۲ زره یې د توبرکلوز د کنټرول پروګرام لخوا کشف او تر درملنې لاندې نیول شوي دي. هر کال شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان روغتیا وزارت د نري رنځ د شاوخوا ۵۲ زره پېښو د ثبتيدو اعلان کړی وو. دغه وزارت ویلي ول چې د نري رنځ له امله ۱۱ زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتیا په برخه کې د دولت چارواکی مسؤولان وایي چې په ټولو ولایتونو کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ د درملنې ۸۷۷ مرکزونه شتون لري چې د نړیوالو مؤسسو په مرسته په وړیا توګه خدمات وړاندې کوي.

دوی له نړیوالو روغتیایي سازمانونو څخه غواړي چې د نري رنځ ناروغۍ د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي. روغتیا پالان بیا وایي چې که چېرې د نري رنځ ناروغۍ په وخت درملنه ونه شي، د اخته کس د مرګ لامل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*