د زمري تېښته، پولیسو په برلین کې ښاریانو ته خبرداری ورکړی

د زمري تېښته، پولیسو په برلین کې ښاریانو ته خبرداری ورکړی
د زمري تېښته، پولیسو په برلین کې ښاریانو ته خبرداری ورکړی

د آلمان د براندنبرګ ایالت پولیسو د خلکو له خوا ترلاسه سوو معلوماتو ته په اشارې سره د برلین په جنوب کې د یوې زمري د لیدلو خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې سي.

په دغه ایالت کې هیڅ یوه سرکس یا ژوبڼ د زمري د ورکیدو راپور نه دی ورکړی.

د جرمني پولیس وايي ښايي یو وحشي زمرۍ له خپل شاوخوا سیمې څخه تښتېدلی وي او د برلین په جنوبي څنډه کې د حرکت په حال کي وي.

د براندنبرګ ایالت پولیسو د کلینماخنو، ټیلټو او سټینسډورف اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی دی چې خپل کورونه پریږدي او په کور کې څاروي وساتي.

د عیني شاهدانو له خوا ثبت سوي ویډیوګانو له مخې، تښتیدلي زمرۍ د سړک په اوږدو کې په ځنګل کې د ځنګلي خوګ ښکار کاوه.

تر اوسه هیڅ ژوبڼ یا سرکس د دې اعلان نه دی کړی چې د دوی زمری يا زمرۍ ورک دي.

د آلمان د پولیسو ویاند ډینیل کیپ ار بی بی ته وویل: «د نیمې شپې په شاوخوا کې موږ یو پیغام ترلاسه کړ چې زموږ څخه هیچا هم  تصور نه کاوه. دوه لارویان یې شاهدان وه چې یو حیوان د بل حیوان په شا پسې روان و.»

د ریو دي جنیرو ژوبڼ کې د برازیل څاروي د تودوخې د څپې له امله آیس کریم خوري
د ریو دي جنیرو ژوبڼ کې د برازیل څاروي د تودوخې د څپې له امله آیس کریم خوري

هغه زیاته کړه: «په ښکاره ډول یو یې وحشي خنځير او بل یې زمرۍ وه.»

پولیس د چهارشنبې له نیمې شپې راهیسې له خپلو زیاتو ځواکونو سره د تښتېدلي زمرۍ په لټه کې دي، خو تر اوسه یې عملیات نه دي بریالي سوي.

د راپورونو له مخې، د پولیسو دوې چورلکې د تودوخې عکس اخیستونکي کیمرې سره په دې سیمه کې لټون کوي. پولیس باور لري چې زمری دا مهال په یوه کوچنۍ ځنګلي سیمه کې دی او ویده دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د زمري تېښته، پولیسو په برلین کې ښاریانو ته خبرداری ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*