د سلواغې ۲۶مه؛ په افغانستان کې د شوروي اتحاد د حضور پر مهال څه پېښ شول؟

نن پنجشنبه د سلواغې ۲۶ مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو له ۳۵ کلیزې سره برابره ده.

۳۵ کاله وړاندې د ۱۳۶۸ کال د سلواغې پر ۲۶مه د پخواني شوروي ځواکونه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له سرحدي پله واوښتل او په افغانستان کې یې د خپل نږدې یوې لسیزې حضور پایته ورسوه.

که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو حضور د شوروي اتحاد د پاشل کېدو لامل شو خو دغې جګړې په افغانستان کې د ۲ میلیون وګړو ژوند واخیست او زرګونه نور یې معلول کړل.

د سیاسي چارو شنونکي، سمیع الله احمدزي په دې اړه وویل: «په شاوخوا نهه نیمو کلونو کې چې د شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړی او دلته یې حضور درلوده او یا له هغې دلته یې جوړ شوی حکومت چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ وه درې کاله او درې میاشتې یې دوام وکړ، په دغه عرصه کې تقریباً یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول او درې میلیونه هم نورو هېوادونو ته کډول شول.»

د پخواني شوروي دغه سره پوځ، په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې د خلق ډيموکراټيک ګوند د ملاتړ په موخه پر افغانستان یرغل وکړ.

د دغه یرغل سره سم ملګرو ملتونو هم د سره پوځ دغه اقدام ته غبرګون وښود او د ۱۳۵۸ کال په مرغومي میاشت کې یې د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې د دغه پوځ بې له قید او شرطه وتلو ټینګار وکړ. 

پر افغانستان یرغل د شوروي اتحاد د ۱۴ زره سرتېرو د وژل کېدو سربېره دغه هېواد ته درانه اقتصادي او سیاسي زیانونه واړول. 

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني پر افغانستان د سرو لښکرو یرغل په اړه داسې وویل: « دا د نړۍ یوه ټولیزه پروګرام وه، د ختیځ او لویدیځ تر منځ وه او د دریمې نړۍ هېوادونو په کې رول نه لره خو له بده مرغه موږ د دوی په سړې جګړې کې ښکیل شوو.»

د سرو  لښکرو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې تلپاتې سوله رانغله او کورنۍ جګړې پیل شوه چې کابو لس کاله یې دوام وکړ.

د سیاسي چارو شنونکي، ذکي الله محمدي وویل: « په پایله کې د افغانستان مظلم ولس ووژل شول او شهیدان شول او مشرانو ته هېج زیان ونه رسېده.»

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د هېواد د تاریخ ویاړلې ورځ بللې.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « په دغه ورځ د افغانستان خلک د شوري له ښکیلاکه خلاص شوه او د افغانستان اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د دغې ورځې مبارکي وایي.»

د ۱۹۸۹زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د چهارشنبې ورځې پر ۱۱ او ۵۵ دقیقو د جینوا له تړون څخه ۹ کاله وروسته، د شوروي اتحاد د څلویښتمې فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د دغه پوځ د وروستي سرتېري په توګه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د امو پر سیند له ملګرتیا په نوم پله تېرېدو سره له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو رسمي اعلان وکړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سلواغې ۲۶مه؛ په افغانستان کې د شوروي اتحاد د حضور پر مهال څه پېښ شول؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*