د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼ‌خونو ته ځمکه ځانګړې کوي

د سوداګرۍ او صنایعو

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د نفتو د چان‌خونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي؛ که د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولین پانګونې ته چمتو شي، نو د تېلو او ګازو د صنعتي پارک د رامنځته کېدا لپاره به ورته ځمکه ورکړ شي.

په دې کتنه کې د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولینو د تېلو د چاڼ لپاره د ځمکې او له قشقري څخه د تېلو د استخراج په اړه خپلې ستونزې وړاندې کړې او وړاندیز یې وکړ؛ هغه ځمکې، چې په کې پانګونه شوې دوی ته په واک کې ورکړ شي او د قشقري له حوزې څخه دې استخراج شوي تېل له اوبو، سلفر او مالګې پاک شي.

نورالدین عزیزي د هېواد له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ او ملاتړ د اعلانولو پرمهال وویل: د چاڼ‌خونو د ځمکې لپاره باید ګډه طرحه جوړه او دغه وزارت ته وسپارل شي او همدارنګه که د تېلو د چاڼ‌خونو مسوولان د حیراتان په دوه لاري کې پانګونې ته چمتو شي؛ د تېلو او ګازو یو صنعتي پارک به جوړ او ځمکه به یې تر واک لاندې راولي.

همدارنګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د شته چاڼ‌خونو د وړتیاوو پر لوړولو او د تېلو د کیفیت لوړولو تر څنګ د لویې چاڼ‌خونې د جوړولو پر اړه د اقتصادي عالي کمیسیون پرېکړه ورسره شریکه کړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د زیانمېدو غوښتونکی ندی او دا د ملت او دولت پر زیان بولي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼ‌خونو ته ځمکه ځانګړې کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*