د سومالیا پوځ په یوه شپه ورځ کې له القاعدې سره د تړلې ډلې ۸۰ غړي وژلي

د سومالیا

د سومالیا چارواکي وايي چې د دوی پوځ په یوه شپه او ورځ کې له القاعدې سره د تړلې ډلې «الشباب» لږ تر لږه ۸۰ غړي وژلي دي. 

اناتولی خبري آژانس راپور ورکړی چې د سومالیا پوځ له یوې اوونۍ راهیسې د الشباب ډلې پرضد عملیات پیل کړي دي. 

د سومالیا پوځي مسوولینو ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې یې په «مودوګ» سیمه کې د الشباب ډلې ۸۰ غړي وژلي دي. 

الشباب ډله په کې پراخ حضور لري. دوی په ۲۰۰۷ کې د سومالیا د دولت د له منځه‌وړلو په هدف په یاد هېواد کې پراخ بریدونه پیل کړل.

الشباب ډلې تر دې وړاندې پر ځینو مرکزي او لوېدیځو برخو کنترول درلود، خو په ۲۰۱۵ کې یې یو شمېر ستر ښارونه له ولکې ووتل او یوازې پر څو سیمو یې واکمني روانه ده.

د الشباب د جنګیالیو شمېر په ۲۰۱۴ کې له ۷ تر ۹ زرو کسانو پورې رسېده.

د ویلو ده چې الشباب ډله د امریکا، بریتانیا، کاناډا، استرالیا او اماراتو لخوا د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامله ده.

د سومالیا چارواکي وايي چې د دوی پوځ په یوه شپه او ورځ کې له القاعدې سره د تړلې ډلې «الشباب» لږ تر لږه ۸۰ غړي وژلي دي. 

اناتولی خبري آژانس راپور ورکړی چې د سومالیا پوځ له یوې اوونۍ راهیسې د الشباب ډلې پرضد عملیات پیل کړي دي. 

الشباب ډله په سومالیا کې پراخ حضور لري. دوی په ۲۰۰۷ کې د دولت د له منځه‌وړلو په هدف په یاد هېواد کې پراخ بریدونه پیل کړل.

د الشباب د جنګیالیو شمېر په ۲۰۱۴ کې له ۷ تر ۹ زرو کسانو پورې رسېده.

د ویلو ده چې الشباب ډله د امریکا، بریتانیا، کاناډا، استرالیا او اماراتو لخوا د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامله ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سومالیا پوځ په یوه شپه ورځ کې له القاعدې سره د تړلې ډلې ۸۰ غړي وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*