د شاه او عروس د اوبو بند پروژې د برښنایي تجهیزاتو د نصبولو چارې پيل شوې

د شاه او عروس

د اوبو او انرژۍ وزارت څرګنده کړې، چې د شاه او عروس بند د پاورهاوس او برښنایي تجهیزاتو د نصبولو او بند ډکولو چارې د اړوند چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده په دې مراسمو کې ویلي، چې د سترو بندونو د پروژو پلي کول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او ان شاءالله د شاه او عروس پر بند سربېره به په نږدې راتلونکي کې د نورو بندونو چارې هم پیل شي.

د شاه او عروس بند پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت یوه ستره پروژه ده  او د ۳۰ میلیون متر مکعب اوبو د تنظیم او همدارنګه په کال کې د کابو ۵ میلیون متر مکعب څښاک اوبو د برابرولو د وړتیا درلودونکی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د یاد بند د اړتیا وړ برښنايي تجهیزات کاري سیمې ته رسېدلي، چې ډېر ژر به یې د نصبولو چارې پیل شي.   

دغه راز دا بند د یو اعشاریه ۲ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او کابو ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د یادونې ده، چې د نوموړي بند د اړتیا وړ تجهیزات سیمې ته رسېدلي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د نصبولو چارې هم بشپړې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د شاه او عروس د اوبو بند پروژې د برښنایي تجهیزاتو د نصبولو چارې پيل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*