د طالبانو د تګلارو ضد مبارزې له کبله افغان میرمنو ته د کوسوو د ‘جمهوري ریاست مډال ورکړل’ شوی

د بشري حقونو یو شمیر ښځینه افغان فعالانې وايي چې د کوسوو جمهور رئیسې ویوسا عثماني ددغه هیواد د جمهوري ریاست افتخاري مډال افغان میرمنو ته ورکړی دی.

دا مډال د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۵(وري ۲۷) د ښځو د حقونو دوو ملاتړو مدینه دروازي او عارفه فاطمي د نورو ښځو په استازیتوب ترلاسه کړ.

مدینه دروازي هغو ښځو ته چې د طالبانو د ښځو ضد پالیسو پر وړاندې مبارزه کوي په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دا مډال د ټولو افغان میرمنو ګډ دی.

هغې ویلي: ” کوم مډال چې په کوسوو کې د افغان میرمنو د مبارزو په تړاو مونږ ته وسپارل شو او مونږ ترلاسه کړ، نه زما دی او نه هم د عارفې دی او نه هم د هیڅ یو چې دلته یې حضور درلود، دا د هر یوې افغان میرمنې مډال دی که یې مبازره کړې او که په کور کې ناستې وې.”

د ښځو د حقونو بلې فعالې عارفه فاطمي د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلي چې دغه مډال ورته د کوسوو جمهور رئیسې میرمن عثماني او د ښځود یو شمیر فعالانو په حضور کې ورکړل شوی دی. دا په کوسوو کې د ښځو سولې او امنیت د غونډې په څنډه کې افغان میرمنو ته ورکړل شوی.

د ځینو رسنیو د راپور له مخې ددغه مډال د سپارلو په مراسمو کې د کوسوو جمهور رئیسې په خپله وینا کې وویل چې ددغه هیواد خلک او حکومت د افغان میرمنو څخه د خپلو حقونو ترلاسه کولو له مبارزې څخه ملاتړ کوي.

د کوسوو جمهوري ریاست د طالبانو پر وړاندې د افغان میرمنو د مبارزو د ستاینې لپاره دا مډال په داسې حال کې ورکړی چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې افغانستان د بشري حقونو د شاتګ په برخه کې په نړۍ کې د جنسیت د توپیرې چلند له امله ترټولو وروستی پاتې هیواد په توګه یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې طالبان نږدې هره میاشت په ټولنه کې د ښځو د حذفولو لپاره یو نوی فرمان صادروي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دې وروستیو ورځو کې په یو راپور کې ویلي چې ددې لپاره چې نړیواله ټولنه په دې نه ده توانیدلې چې طالبان ځواب ویلو ته چمتو کړې دغې ډلې د ښځو او نجونو پر وړاندې یو د بل پسې د سپکاوي ډکوسیاستونه خپل کړي او دې حد ته رسیدلي دي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په پرله پسې ډول په افغان میرمنو او نجونو باندې محدودیتوونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو د تګلارو ضد مبارزې له کبله افغان میرمنو ته د کوسوو د ‘جمهوري ریاست مډال ورکړل’ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*