د لوږې او خوړو نه خوندیتوب سره د میلیونو افغانانو مخ کیدو په اړه د ملګروملتونو اندیښنه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” وايي چې افغانستان کې لا هم لوږې او خوړو نه خوندیتوب په لوړه کچه دوام لري چې د اټکل له مخې به په راوان ۲۰۲۴ کال کې ۱۵.۸ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.

اوچا د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې چې یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴( مرغومې۲۴) یې خپور کړی ویلي چې اړو افغانانو سره د مرستو لپاره په دوام دار ډول بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي:” دوامداره بودیجې ته اړتیا ده ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې کورنۍ خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي او په ټولنه کې د لوږې سره د نورو کسانو د مخ کیدو مخه ونیسي”.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د ۱۵.۸ میلیونو افغانانو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۱.۴۳ میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو له وړاندې د نړیوالې ټولنې څخه ددغې بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده، خو دا لا څرګنده نه ده چې نړیواله ټولنه به افغانانو سره د مرستې لپاره ملګروملتونو ته دا بودیجه برابره کړي او که نه.

د تیر ۲۰۲۳ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې خپلې غوښتنې ته بیا کتنه وکړي او په کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر کم کړي.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی، د اقلیم بدلون اغیزو، د ځمکې لاندې ښخ شوي ماینونو او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونو د افغانانو ژوند د ډیرو ستونزو سره مخ کړی دی.

ددې سربیره د ایران او پاکستان څخه په ډله ییز ډول د زرګونو افغان کډوالو ستنیدل او په ټولنه کې د ښځو په مشارکت باندې محدودیتونو په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا لا زیاته کړې ده.

دغې ادارې ویلي افغانستان کې به د خلکو بشري اړتیاوې په روان ۲۰۲۴ کال کې هم د تیر ۲۰۲۳ کال په څیر په لوړه کچه پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د ټولو اړو افغانانو له ډلې شاوخوا ۷۳ فیصدو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د لوږې او خوړو نه خوندیتوب سره د میلیونو افغانانو مخ کیدو په اړه د ملګروملتونو اندیښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*