د متحده عربي اماراتو د ایر عربیه هوایي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت کابل ته د متحده عربي اماراتو د ایرعربیه هوایي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه هوايي شرکت د کابل او متحده عربي اماراتو د شارجې ښار ترمنځ خپله لومړنۍ الوتنه د چهارشنبې په ورځ جنورۍ لسم (مرغومې ۲۰) ترسره کړې ده.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي: ” دغه هوايي شرکت به ددې وروسته په معمول ډول هره ورځ د شارجې او کابل ترمنځ الوتنې ترسره کړي او مسافرو ته به لا زیات خدمتونه وړاندې کړي”.

دا د متحده عربي اماراتو دوییم هوايي شرکت دې چې کابل ته یې الوتنې پیل کړي دي. ددې دمخه د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر۱۵(لړم ۲۴) د فلای دوبۍ هوايي شرکت د څه باندې دوو کلنو وروسته د کابل او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل کړې وې.

د متحده عربي اماراتو “ایر عربیه” هوايي شرکت د دسمبر ۲۷ (لیندۍ ۶) اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په لسم کابل ته الوتنې پیلوي.

د ایرعربیه شرکت رئیس عادل ال علي ویلي و، چې کابل ته د الوتنو پیلول یې “مسافرینو ته د ژمنتیا نښه ده ترڅو په ارزانه بیه مسافرو ته هوايي سفر چمتو کړي او نوې لارې ورته ولټوي”.

د ایر عربیه په ویب پاڼه کې لیدل کیږي چې مسافرین کولی شي د متحده عربي اماراتو له شارجې او د ترکیې له استانبول څخه کابل ته د جنوري له لسمې وروسته د پرواز ټکټونه وپیري.

د ایر عربیه د ویب پاڼې د نرخونو له مخې، له شارجې څخه کابل ته د یو طرفه پرواز ټکټ بیه شاوخوا ۲۶۹ ډالره ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو د ځواکونو د بیړني وتلو پرمهال د کابل هوايي ډګر د رادار د سیستم په ګډون دغه هوايي ډګر ته زیات زیان رسیدلی و.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو هم کابل ته الوتنې بندې کړې چې فلای دوبۍ شرکت هم په کې شامل و.

اوس مهال د کابل هوايي ډګر د الوتکو د کنټرول او د مسافرو د چارو تنظیم په برخه کې د محتده عربي اماراتو یو شرکت فعالیت کوي.

همداشان د افغانستان دوه هوايي شرکتونه اریانا او کام ایر اوس مهال له کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام اباد، استانبول، سعودي عربستان او د مڼخنۍ اسیا ځینو هیوادونو ته الوتنې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د متحده عربي اماراتو د ایر عربیه هوایي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*