د متقاعدینو اندېښنې؛ ځینې مستحق نه‌ ګڼل کیږي او د ځینو حقوق په ځنډ ادا کیږي

💬0

د متقاعدینو اندېښنې؛ ځینې مستحق نه‌ ګڼل کیږي او د ځینو حقوق په ځنډ ادا کیږي

یو شمېر متقاعدین د خپلو حقونو د ورکړې د بهیر له ورووالي شکایت کوي.

په همدې حال کې، ځینې متقاعدین وایي، سره له دې چې کالونو یې خدمت کړی او د پخواني حکومت پر مهال یې تقاعدي معاشونه ترلاسه کړي، اوس ورته ویل کېږي چې د تقاعد د معاش مستحق نه دي.

احمدشاه چې په ۱۳۹۴ کال کې د کورنیو چارو وزارت څخه تقاعد شوی، وایي اوس ورته ویل کېږي چې د جمهوري نظام پر مهال یې تقاعدي حقوق ترلاسه کړي او نور مستحق نه دی.

هغه وايي: «موږ ته وایي چې تاسې د جمهوریت پر مهال تقاعد اخیستی دی، حساب کوي او بیا وایي چې دومره مو اخیستي او لا هم دولت ته پوروړي یاست.»

بل متقاعد خواجه حبیب‌الله وویل: «له مالیې وزارت او د تقاعد له ریاست څخه غواړو چې دا بهیر چټک کړي. موږ تقاعدي معاش ته اړتیا لرو، ستونزې لرو، که دولت زموږ لاس ونه نیسي، نو بل چا ته ولاړ شو؟»

خان‌محمد هم وویل: «له اسلامي امارت څخه غواړو چې پر متقاعدینو رحم وکړي، د همدې وطن پر سپین‌ږیرو او ژر تر ژره دې د هغوی حقوق ورکړي.»

په همدې حال کې، یو شمېر هغه کسان چې په تېرو څلورو کلونو کې تقاعد شوي، وایي د خپلو تقاعدي معاشونو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

میرویس وویل «زه په ۱۴۰۰ کال کې تقاعد شوی یم، اسناد مې د دفاع وزارت په ارشیف کې دي. کله چې مراجعه کوم، وایي تر څو لومړی بهیر بشپړ نه شي، اسناد دې نه لېږو. که دا بهیر درې یا څلور کاله وخت ونیسي، زه به څه وکړم؟»

دا په داسې حال کې ده چې د متقاعدینو د معاشونو ورکړه له څو کلن ځنډ وروسته د ۱۴۰۴ کال د وږي په دویمه پیل شوه چې لا هم دوام لري. د مالیې وزارت د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ملکي او نظامي متقاعدینو د تقاعدي معاشونو د ورکړې یوولسم مهالوېش هم اعلان کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د متقاعدینو اندېښنې؛ ځینې مستحق نه‌ ګڼل کیږي او د ځینو حقوق په ځنډ ادا کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*