د مصنوعي هوښ په وسیله جوړه شوی سندره هنرمندان هېښ کړي

د مصنوعي هوښ په وسیله جوړو شویو سندرو هنرمندان هېښ کړي
د مصنوعي هوښ په وسیله جوړو شویو سندرو هنرمندان هېښ کړي

یو ټیک ټاکر چې نوم یې ندی څرګند، په دې وروستیو کې داسې سندره پر خپل حساب خپره کړې ده چې له شعر او موسیقۍ نیولې تر غږونو پورې، د پاپ د مشهورو سندرغاړو ډریک او ویکینډ له یوې مشهورې سندرې سره ورته والی لري.

د موسیقۍ د صنعت ډېر کارکوونکي ددې سندرې په اورېدو هېښ شوي ځکه دا سندره په اصل کې د ډریک او ویکینډ نده بلکه د مصنوعي هوښ په مټ جوړه شوې ده.

کارپوهان وايي، ددې ټکنالوژۍ په مټ د سندرو جوړېدل چې دومره ګران کار نه بریښي، د موسیقۍ د صنعت کارکوونکي اړ کړي چې پدې غور وکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ له جوړې شوې موسیقۍ سره څنګه چلند وکړي.

د موسیقۍ د صنعت ځینې کارکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ په مټ د سندرو تولید غیر عادلانه یا غیرقانوني بولي.

د لندن د هنرونو پوهنتون استاده ربیکا فیبرنک وايي، یو ځل چې کمپیوټر د سندرغاړي د غږ په نمونه باندې پوه شي نو بیا اړتیا نشته چې د هماغه سندرغاړي د غږ ډیرې نمونې یا ډیتا ورواچول شي. او د هغې نمونې په اساس نورې سندرې جوړولای شي.

د یونیورسل موسیقۍ ګروپ، د دواړو هنرمندانو ډریک او ویکینډ په استازیتوب په یو خپور شوي بیان کې د هنرمندانو د موسیقۍ د ساتنې په اړتیا ټینګار کړی. خو کارپوهان وايي چې دا لا ددې کار پیل دی.

د سټنفرډ پوهنتون استاد جي وانګ وايي، “اوس تیر له کمانه خطا شوی.” نوموړی وايي، بهتره به دا وي چې دا ټکنالوژي د یو اصل په توګه ومنل شي او سمه ګټه ورڅخه واخیستل شي.

فیبرینک وايي، د موسیقۍ صنعت باید پرېکړه وکړي چې کومه لار غوره کوي، دې کار خلاف مبارزه کوي او یا ترې ګټه اخلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د مصنوعي هوښ په وسیله جوړه شوی سندره هنرمندان هېښ کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*