د ملګرو ملتونو د باور لیکونو کمېټه: د افغانستان نمایندګي طالبانو ته ورنکړل شوه

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د دغه سازمان د باور لیکونو د کمېټې پرېکړه تصویب کړې، چې د افغانستان د دایمي استازیتوب د څوکۍ په اړه پرېکړه وځنډول شي.

ملګري ملتونه وايي د باور لیکونو کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازیتوب په اړه دوه جلا لیکونه ترلاسه کړي‌،‌ چې یو یې د اګست په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د شارژدافیر نصیر احمد فایق له لوري او بل یې د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پرېکړې کې ویل شوي دي: «د غونډې ریاست وړاندیز کړی چې د باور لیکونو کمېټه دې د میانمار او افغانستان د باور لیکونو په اړه خپله ارزونه وځنډوي.»

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې دا پرېکړه د یو پرېکړه لیک له لارې تثبیته شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا درېیم ځل دی چې ملګري ملتونه د افغانستان د دایمي استازیتوب د څوکۍ په اړه پرېکړه ځنډوي.

د طالبانو له بیا راتګ وروسته نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست دی او د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو په غونډو کې برخه اخلي.

د میانمار او افغانستان د استازیتوب په اړه د پرېکړې ځنډول په دې مانا دي چې د اړوندو هېوادونو موجوده استازي به په خپل حال پاتې وي.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنده او هغه وخت یې د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت، چې د افغانستان د جغرافیې په یوې کوچنۍ برخې حاکم و او د طالبانو په ضد یې مقاومت کاوه، د دغه هېواد د مشروع حکومت په توګه پېژنده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو د باور لیکونو کمېټه: د افغانستان نمایندګي طالبانو ته ورنکړل شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*