
د ناقانونه کړنو له امله، له تاجیکستانه د یو شمېر افغانانو ایستل
د تاجیکستان سپوټنیک خبري اژانس په خپل راپور کې د هېواد د ملي امنیت کمېټې له قوله ویلي چې یو شمېر افغان وګړي د یاد هېواد د قوانینو د سرغړونې له امله ایستل شوي دي.
د راپور له مخې، دغو کسانو سره له دې چې په تاجیکستان کې د ژوند، کار، زدهکړو او امنیت مناسب شرایط درلودل، خو د دغه هېواد قوانین یې په جدي ډول مات کړي وو.
په همدې حال کې، د تاجیکستان چارواکو ټینګار کړی چې له لس زرو ډېرې افغان کورنۍ، چې د دغه هېواد قوانین رعایتوي، په عادي او ارامه توګه په تاجیکستان کې ژوند کوي او له شته اسانتیاوو ګټه اخلي.
راپور کې راغلي: «د تاجیکستان د دولتي امنیت کمېټې ویلي چې یو شمېر افغان وګړي د دغه هېواد د قوانینو د نقض له امله ایستل شوي دي. د راپور له مخې، دغو کسانو سره له دې چې د ژوند، کار، زدهکړو او امنیت مناسب شرایط یې لرل، خو د هېواد قوانین یې په جدي ډول تر پښو لاندې کړي وو.»
ورته مهال سیاسي شنونکی، محمد زلمی افغانیار وايي: «د تاجیکستان واکمنانو د ایرانیانو او پاکستانیانو ترڅنګ د سیستماتیک فشارونو په دوام، د کډوالۍ موضوع چې یوه نړیواله مسئله ده، سیاسي کړې ده. که د قوانینو د نقض بحث وي، هغه د فرد پورې اړه لري، نه د یوې ډلې. کله چې له ۲۵۰ څخه ډېرې کورنۍ له ستونزو سره مخامخ کېږي، هدف یې هغه پروګرامونه دي چې د افغانستان لپاره یې لري.»
همدارنګه د کډوالو د حقونو فعال، عبدالرزاق عدیل وايي: «منطقي حللاره دا ده چې د تاجیکستان حکومت د مجرمانو او اصلي پناه غوښتونکو ترمنځ تفکیک وکړي.»
تر دې وړاندې هم تاجیکستاني رسنیو د سُغد ولایت د جبار رسولوف ولسوالۍ له مهرآباد ښارګوټي څخه د څه باندې دوه سوه افغان وګړو د راټولولو او لېږد خبر ورکړی و.
د کډوالۍ د پالیسۍ کارپوهان وایي چې په سیمهییزو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو او ایستلو د لړۍ زیاتېدو، د دغو کډوالو د راتلونکې او برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د کډوالۍ د پالیسۍ کارپوه، مجیبالرحمان اتل وايي: «کډوال او پناه غوښتونکي، که افغان وي او که غیرې افغان، هر چېرې چې ژوند کوي، د هماغو هېوادونو د قوانینو رعایت ته مکلف دي او په دې برخه کې هېڅ استثنا نشته. خو کوربه هېوادونه هم باید د جرم فردي اصل په پام کې ونیسي او له ډلهییزې سزا څخه ډډه وکړي.»
موږ څو ځله هڅه وکړه چې په دې اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر ترلاسه کړو، خو بریالي نه شو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو او ایستلو لړۍ زیاته شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د ناقانونه کړنو له امله، له تاجیکستانه د یو شمېر افغانانو ایستل"