جو بایډن د ناټو په غونډې کې د ګډون او متحدینو سره د خبرو لپاره اروپا ته ځي

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن راتلونکې اوونۍ د ناټو په غونډې دریو اروپایي هیوادونو ته په رسمي سفر روان شوي.

سپینې ماڼۍ یکشنبه جولای ۲ (چنګاښ۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي بایډن د سفر لومړی تم ځای به لندن وي او هلته به درې ورځې تیرې کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس به په لندن کې د پاچا چارلز او صدراعظم ریشي سوناک سره وګوري او د دواړو هیوادونو تر منځ د نږدې همکارۍ په لا پیاوړي کیدو به وغږیږي.

د برتانیې صدراعظم تیره میاشت په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس بایډن سره کتلي وي.

دواړو مشرانو پدې ملاقات کې د “اتلانټیک په اعلامیې” د موافقې خبر ورکړ چې یو محدود اقتصادي شراکت او تمرکز یې د انرژي پر لیږد او نوې رامینځته کیدونکي تکنالوژۍ باندې دی. دوی دا مشارکت د خپلو هیوادونو د ملي امنیت لپاره خورا مهم وګاڼه.

بایډن وویل چې دا موافقه به د متحده ایالاتو او انګلستان سره مرسته وکړي چې “د چټکې بدلیدونکې نړۍ په لومړۍ لیکه کې پاتې شي.”

د “اتلانټیک اعلامیې” اصلي ټکي د مهمو او نویو تکنالوژیو، اقتصادي امنیت، ډیجیټلي بدلون او پاکې انرژۍ ته د انتقال څخه د متحده ایالاتو او بریتانیا د مشرتابه تضمین دی.

تر لندن وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس د دوو ورځو لپاره لیتوانیا ته ځي چې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې پدې غونډې کې د ناټو د ۳۱ غړیو هیوادنو مشران د اوکراین هغو ځوابي عملیاتو په وضعیت خبرې وکړي چې د روسیې څخه ددې هیواد د جنوبي برخو بیرته نیولو لپاره پیل شویدي.

د ناټو غړيو هیوادونو چې مشري یې متحده ایالات کوي، اوکراین ته د ملیاردو ډالرو په ارزښت مهمات او وسلې ورکړي خو لا هم د روسیې په هوایي بریدونو کې ګڼ شمیر اوکرایني عام خلک پداسې حال کې وژل کیږي چې د روسیې سلګونه توغول شوي توغندي شنډ شویدي.

تر لتوانیا وروسته بایډن د ناټو نوي غړي شوي هیواد فنلنډ ته ځي او د دې ستر نظامي تړون سره د یو ځای کیدو د لمانځلو په مراسمو کې برخه اخلي.فنلنډ د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د ناټو غړی شو.

د فنلنډ تر څنګ سویډن هم غواړي چې د نړۍ د دې تر ټولو ستر نظامي تړون سره یو ځای شي خو ترکیه او هنګري چې دواړه یې د ناټو غړي دي تر دې دمه یې پدې تړون کې د سویډن یو ځای کیدو سره موافقه نده کړې.

اروپایي هیوادونو ته تر روانیدو وړاندې ټاکل شوې چې جمهور رئیس جو بایډن د همدې راتلونکې چارشبنې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د سویډن د صدراعظم اولف کریسټرسن سره وګوري او د ناټو سره د یو ځای کیدو لپاره د دې هیواد په توقعاتو به وغږیږي.

په اوکراین د روسیې د یرغل څخه درې میاشتې وروسته سویډن د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې د ناټو سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړله.

همدارنګه په پلان کې ده چې د ترکیې او سویډن جګپوړي دیپلوماتان په برسلز کې د ناټو په مقر کې د پنجشبنې په ورځ سره جرګه شي تر څو د ترکیې د اندیښنو په هکله ځوابونه وویل شي.

سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ناټو سره د فنلنډ یو ځای کیدو سره خپل مخالفت پای ته ورساوه خو هغه تیره اوونۍ یو ځل بیا سویډن وغانده چې یوې مظاهرې ته یې اجازه ورکړې وه چې د قرانکریم یوه برخه هم پکې وسوځول شوه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جو بایډن د ناټو په غونډې کې د ګډون او متحدینو سره د خبرو لپاره اروپا ته ځي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*