د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه؛ د افغانستان پر تحولاتو به بحث وشي

د نړۍوال امنیت
د نړۍوال امنیت

د نن دوشنبې (د کب په ۲۲مه) په قطر کې د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پېل شوه.

د قطر د نړۍوال امنیت د څېړنو نړۍوالې اکاډمۍ په خپله رسمي پاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به درې ورځې دوام ومومي او پر درېیمه ورځ یې د افغانسان د بدلونونو او د امنیت، حکومتولۍ او بشري حقونو په برخو کې د هېواد د لرلید په تړاو خبرې وشي.

د دې غونډې په اجنډا کې ویل شوي:«افغانستان د امریکا متحده ایالتونو او نړۍوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له لوري د واک تر خپلولو وروسته لوی بدلونونه تجربه کړي دي. د دغو بدلونونو په پایله کې د دغه هېواد د شاوخوا نیم نفوس لپاره د زده‌کړو او کار فرصتونه خورا کم شوي او د حکومتولۍ ستونزې او بشري ناورینونه یې زیات کړي دي.»
                          
د حقوقي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس په دې هکله وايي:«زه په دې اند یم چې دا ډول غونډې ښه کار دی، د دې لپاره ښه کار دی چې لږ تر لږه د افغانستان موضوع هېره وې نه ده. د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه د بحث لپاره مطرح دي. په افغانستان کې حکومتولي د بحث وړ ده.»
 
د سیاسي چارو شنونکی حامد عزیزي مجددي هم څرګندوي:«دا غونډې دا چې یو اړخیزې دي او د افغانستان سرپرست دولت استازی بلل شوی نه دی له همدې امله پایلې ته نه رسېږي.»
                            
که څه هم په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي حضور نه لري، خو د مخکیني حکومت ځينو چارواکو او د پارلمان غړو په‌کې ګډون کړی دی.
 

د نړۍوال امنیت

منبع

5 Comments on "د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه؛ د افغانستان پر تحولاتو به بحث وشي"

  1. السلام العلیکم ورحمت الله وبرکاته

    .

  2. هو کله چی امریکایان او دی هغوی ملګری له افغانستان نه ووتل نو افغانان له ډیر بد اقتصادی وضیت سه مخامخ شول موږ له نړیوالو څخه غواړو چی زموږ له بیچاروو حلکو سره مرسته وکړی دی

  3. خیرمحمد پویا | مارچ 14, 2023 at 6:52 ب.ظ | جواب

    من ازپوهنتون ننگرهاردیپلوم دارم فعلا بیکار هستم پای هایم عمل جراحی شود من توان عملیات را ندارم ضرورت به یک کار خوب دارم

  4. سمیرا استم از ولایت بدخشان دیپلوم داررم فعلا بیکار استم تمام فامیل بیکار استن ضرورت به یک وظیفه خوب دارم از ادبیات از انگلیسی فارغ شدم به کمیپوتر انگلیسی بلدیت دارم

  5. سلام عرض ادب خدمت شما۔من از انستیتوت زبان انګلیسی فارغ شده ام۔میخواهم وظیفه مناسب دریافت بکنم٠در افغانستان بیکاری زیات شده

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*