د هګیو خوړل زړه تقویه کوي- نوې څېړنه

د هګیو خوړل زړه تقویه کوي- نوې څېړنه
د هګیو خوړل زړه تقویه کوي- نوې څېړنه

یوه تازه څېړنه ښيي چې د هګیو خوړل د زړه روغتیا ته ګټه کوي. که څه هم په هګیو کې د کولیسټرول کچه لوړه ده خو په کافي اندازه پروټین او داسې مواد هم لري چې د انسان بدن ته مهم ګڼل کیږي. له همدې کبله ډیر خلک پوښتنه کوي چې ایا هګۍ خوړل روغتیا ته ګټه لري که تاوان؟

په امریکا کې د باسټن پوهنتون څیړونکو د ۲۳۰۰ بالغو وګړو په اړه له یوې څېړنې وروسته وموندله چې په اونۍ کې لږترلږه پنځه هګۍ خوړل د وینې فشار ټیټ ساتي، په وینه کې د شکر اندازه کنترولوي او د شکرې د دوهمې نوعې په ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر کموي. دغه څېړنه وړاندیز کوي چې د هګۍ خوړل په اصل کې د زړه روغتیا پیاوړې کوي.

خو منتقدین وايي په دې څېړنه کې د زړه د ناروغۍ د خطر فکتورونه لکه د کولیسټرول کچه نه ده ارزول شوې، او زیاتوي چې دا پرېکړه چې “د ډیرو هګیو خوړل روغتیا ته ګټه کوي”، له وخته وړاندې ده.

اوس مهال، د امریکا د قلبي روغتیا ټولنه د زړه د روغتیا دپاره د صحي رژیم د یوې برخې په توګه هره ورځ د یوې یا دوو هګیو یوازې د سپینې برخې د خوړلو وړاندیز کوي.

د نارت ویسټرن پوهنتون یوه څېړنه چې د امریکا د طبي ټولنې په ژورنال (JAMA) کې خپره شوې، ښيي چې په اونۍ کې د دریو څخه تر څلورو هګیو خوړل د زړه د ناروغۍ خطر شپږ سلنه او د مختلفو عواملو له کبله د مړینې خطر اته سلنه لوړوي.

ددې څیړنې یوه برخه واله، د نارت ویسټ پوهنتون د وقايوي طب پروفیسره، نورینا الن وايي چې د زړه له ناروغۍ او د مختلفو عواملو له کبله د مړینې له احتمال سره د هګیو خوړلو د اړیکې اصلي لامل په هګیو کې د کولیسټرول د اندازې لوړوالی دی.

کولیسټرول د انسان په غذايي رژیم کې یو عام توکی دی او هګۍ د غذایي کولیسټرول لویه سرچینه ګڼل کیږي. دا چې غذایي کولیسټرول یا هګۍ د زړه د ناروغۍ لامل کیږي، هغه مسله ده چې د طبي چارو کارپوهان ورباندې د نظر اختلاف لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هګیو خوړل زړه تقویه کوي- نوې څېړنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*