د ټي‌ټي‌پي جماعت الاحرار ډلې سرچینو منلې، چې د دوی یو قوماندان په ننګرهار کې سخت ټپي شوی

د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې سرچینو منلې، چې د دوی یو جګپوړی قوماندان د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې ټپي شوی دی.
جماعت الاحرار د دغې ډلې د جګپوړي او نوموتي قوماندان قاري ضیا الرحمن چې په قاري اسماعیل مشهور و د ټپي کېدو پخلی کړی.

دغې ډلې ویلي، د دوی دغه قوماندان د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې هغه مهال ټپي شوی چې نوموړی یوې مېلمستیا ته روان و.
قاري ضیا الرحمن په اصل کې د خیبر پښتونخوا د خیبر سیمې اوسېدونکی و او له زیاتې مودې راهیسې د ټي‌ټي‌پي ډلې سره پاتې شوی او په خیبر پښتونخوا کې یې په ډېرو بریدونو کې برخه لرله.
تر اوسه پر دغه قوماندان د برید پړه کوم کس یا ډلې نه ده منلې؛ خو داسې ویل شوي چې هغه په دغه برید کې سخت ټپي شوی او ټپونه یې هم ژور دي.
قاري اسماعیل د پاکستان د طالبانو د تحریک د وژل شوي مشر عمرخالد ډېر نږدې کس و او په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د زیاتو بریدونو په پلانولو کې هم ښکېل و.
تر دې وړاندې عمر خالد خراساني، مولانا خالد بلتي، قوماندان عقابي، یاسر پړاکي او ځیني نور په افغانستان کې وژل شوي وو؛ چې د دغو ټولو وژل شویو پاکستاني طالب قوماندانانو د بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ټي‌ټي‌پي جماعت الاحرار ډلې سرچینو منلې، چې د دوی یو قوماندان په ننګرهار کې سخت ټپي شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*