د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر پر موږ اړه نه لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت یوځل بیا دا خبره تکرار کړې چې نه هم د پاکستان حکومت او نه هم ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې د پنجشنبې ورځ د جنورۍ پر ۱۱ مه، یوې اونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا د مولانا فضل الرحمان شخصي سفر دی، خو زیاته یې کړه چې تر راستنېدو وروسته به هغه د بهرنیو چارو وزارت ته د خپل سفر معلومات ورکړي.


د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوی د تیرې یکشنبې په ورځ د جنورۍ په اوومه (مرغومې ۱۷) د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کیدو د هڅو په لړ کې افغانستان ته تللی دی. نوموړي افغانستان ته تر تللو وړاندې ویلي وو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره یې خبرې کړي او د هغوی د دریځ په اساس کابل ته ځي.


د مولانا فضل الرحمن پر سفر او د پاکستان د بهرنیو چار وزارت د وروستیو څرګندونو په باب د افغانستان او د سیمې د چارو شنونکی سمیع یوسفزی وايي: ”که څه هم مولانا فضل الرحمن د حکومت برخه نه دی، او نه یې هم له تېرو څو کلونو راهیسې له اسټبلشمنټ سره اړیکې ښې دي، خو مولانا فضل الرحمن ته دا یوه موقع په لاس راغلې ده. ځکه دا وخت د دواړو خواوو ترمینځ تعلقات ترینګلي دي. پاکستان کوښښ وکړو چې له مختلفو لارو، د افغانستان پر طالبانو باندې فشار واچوي، خو کار یې ونکړ. نو مولانا فضل الرحمن داسې یو شخص دی چې د طالبانو دننه تر یو حده احترام لري.“


سمیع یوسفزی زیاتوي، مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان ترمینځ یو داسې شخصیت دی چې ”سره له دې چې هغه ته بلنه طالبانو ورکړې وه، خو زه فکر کوم چې پاکستان او طالبانو دواړو غوښتل چې یو درېیم فریق رامنځ ته شي. او د درېیم فریق یو بل هېواد نشي کېدلای، ځکه چې د طالبانو حکومت لا څوک په رسمیت نه پېژني، نو دا مهال د دواړو هېوادونو په مینځ کې مولانا صاحب داسې شخصیت دی چې کولای شي له دواړو خواوو سره رابطه وکړي، هم په افغان طالبانو کې احترام لري، او هم په ټي ټي پي کې احترام لري.“


خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی وايي، اسلام اباد دا خبره رسما ځکه نه کوي، چې په دې سره کابل ته د مولانا د سفر وزن کمېدلو او خلکو به ورته د پوځ یا حکومت د یو استازي په صفت کتلو، خو تر پردې شاته ټول پر دې پوهېږي چې د دغه سفر موخې د پاکستان د پوځ ادارې چې د افغانستان معاملات، سیاست، او تګلارې جوړوي، له هغوی سره په رضا او تفاهم کې دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ همداشان وویل، چې پاکستان له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره خبرو ته لېواله نه دی ځکه چې په پاکستان کې یې ګڼ ترهګر بریدونه کړي دي.


زهرا بلوڅ د خپل حکومت هغه غوښتنه بیا په ټینګار سره تکرار کړه چې په افغانستان کې دې د “طالبانو سرپرست حکومت د ترهګرو پرضد اقدام وکړي. خو د طالبانو حکومت وايي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او خپله دې هواره کړي.


خو د افغان چارو کارپوه سمیع یوسفزی د تحریک طالبان پاکستان مسله د یوڅو ورځو مسله نه بولي، دی زیاتوي چې دا د څه باندې ۲۰ کلونو مسله ده: “څنګه چې افغان طالبانو په افغانستان کې مقاومت کاوه او هلته یې رېښې لرلې، همداسې ټي ټي پي هم په پاکستان کې رېښې لري، پخوا موږ دا ویل، چې د افغان طالبانو مقاومت یوازې د پاکستان په مرسته نه دی، همدا ډول چې اوس د ټي ټي پي جنګي عملیات دي، په افغانستان کې د هغوی شتون، دا یو جز دی، ټي ټي پي عملا په قبایلي سیمو کې وجود لري او له قبایلي سیمو په سلګونه میله لیرې د پاکستان په خاوره کې بریدونه کوي. نو زه فکر نه کوم چې د افغانستان طالبان که ټی ټي پي له افغانستان څخه وباسي هم نو د ټي ټي پي مشکل به حل شي.”


سمیع یوسفزی وايي، د ټي ټي پي مسله د افغان طالبانو لپاره هم یوه مهمه مسله ګرځېدلې ده، پاکستان د افغانانو د ایستلو پروسه پیل کړه چې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي، پر ډیورنډ کرښه مشکلات رامنځ ته شول، پر افغانستان یې تورونه لګول چې دوی اوس هم د ترهګرو ډلو مرسته کوي، خو “افغان طالبان دا د پاکستان داخلي ستونزه بولي او وايي‌ چې حل دې یې په کور دننه پیدا کړي.”


سمیع یوسفزی وايي، داسې نه برېښي چې له شیح هیبت الله سره د مولانا فضل الرحمن لیدنه دې سمدستي دا نتیجه ورکړي، چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر خلاف عملیات پیل کړي او هغوی دې له افغانستان څخه وباسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر پر موږ اړه نه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*