د پاکستان پر اقتصاد د افغان کډوالو د ستنولو اغېز

په افغانستان کې د ۱۹۷۸ کال د ثور له کودتا وروسته او ددې هیواد د اوږدې کورنۍ جګړې په ترڅ په میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شول چې د څیړونکو په اند هغه مهال به د اسلام اباد واکمنانو هغوی ته هرکلی وایه او خپل انصار وروڼه یې بلل.

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د پراخو نړیوالو مرستو په ترلاسه کولو سره د افغان کډوالو لپاره د پاکستان په مختلفو برخو کې پنډغالي (کمپونه) جوړ کړل، خو د وخت په تېرېدو سره افغان کډوالو ورو ورو ښارونو ته مخه کړه او دا مهال د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په سیند او پنجاب په اکثرو ښارونو کې افغانان لوی او واړه کاروبارونه لري.

په کوټه کې ازاد خبریال ایوب ترین وايي، چې د بلوچستان صوبې په کاروبار کې د افغانستان د وګړو لویه ونډه ده: «له ایران سره د وچې مېوې کاروبار، په کوټه ښار کې د دارو درملو کاروبار، د کوټې ښار په څنډو کې اکثریت درملتونونه د افغانستان د خلکو دي. د مشقت ټول ټرانسپورټ د افغان کډوالو په لاس کې دی. لکه د ټرکونو بارول او تشول.»

ایوب ترین زیاتوي، چې د کوټې په سبزي منډۍ کې د مشقت ډېر کارونه لکه د مېوو کرېټونه او بوجۍ ټرکونو ته خېژول او راښکته کول، دا ‍ټول کارونه د افغانستان کډوال کوي. هغه وایي، «د بلوچستان په کلا عبدالله، کلاسیف الله، مستونګ، خضدار، قلات، منګوچر، د دې سیمو کرهڼه اکثریت د افغان کډوالو په لاس کې ده.»

ښاغلی ترین وايي، د کوټې ښار پاکولو چارې هم تر ډېره د افغانستان وګړي کوي. په کوټه ښار کې د کمبلو کاروبار، د بوټانو کاروبار هم تر ډېره د دوی په لاس کې دی.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې پخواني مشر دارو خان د امریکاغږ سره په خبرو کې په دې اړه دا چې افغان کډوال دومره پراخ کاروبارونه لري نو د پاکستان په اقتصاد کې به یې اغیز څومره وي؟ وویل: «د افغان کډوالو په ثبت شوي کاروبار کې ونډه کمه او په ناراجسټر شویو کارونو کې زیاته ده، لکه د بېلګې توګه دوی ډېر مالونه له ټرانزټ لارې راوړي، دوی د پاکستان په کاروبار کې برخه لري خو دا چې څومره ده، اټکل نه شي کېدلای.»

دا چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو په ستنولو سره به د پاکستان پر اقتصاد څه ډول اغېز پرېوزي؟ دارو خان اڅکزی وايي: «د افغان کډوالو له ستنولو سره به دلته پر کاروبارونو زښته منفي اثرات ولوېږي. د هغه وجه دا ده، چې دا په لکونو انسانان دي، چې دلته [پاکستان] کې یې د کاروبار ډېر اړخونه خوندي کړي دي. د بېلګې په توګه د دوو لاس مزدوران چې د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کوي، که یوازې دغه کسان وشړل شي دلته به د سکرو کانونه په ټپه ودري.»

د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان زیاتوي، دلته ځايي کارګران هغه پوهه او هنر نه لري چې له کانونو د ډبرو سکاره راوباسي. د دې کارګرانو له تلو سره به لوی بحران رامینځ ته شي. او بل دلته به د ډبرو سکرو مالکانو ته مزدور په لوړه بیعه تمام شي.

د ښاغلي دارو خان اڅکزی په خبره چې په بلوچستان صوبه کې د کرهڼې څانګه تر ډېره د افغانستان کروندګرو سمبال کړې ده که دوی ځي نو دلته به زراعت ته ډېر تاوان ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې تر ۱۳ لکو زیات راجسټر کډوال دي چې په دوی کې یې اووه لکه په خیبر پښتونخوا او درې لکه په بلوچستان صوبه کې میشت دي. د پاکستان وفاقي ادارې د شمېرو له مخې ۱۷ لکه ناراجسټر افغان کډوال د ملک په مختلیفو برخو کې میشت دي چې د سفر او د استوګنې هېڅ ‌ډول اسناد نه لري.

د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې میشته ټولو ناقانونه کډوالو ته چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي، امر کړی و چې د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې دې له دې هېواد ووزي. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د شمېرو مطابق د تورخم او انګور اډې له لارې د اکتوبر میاشتې له شپږمې د نومبر تر لومړۍ نېټې ۱۳۰۰۰۰ ناقانونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان اوسنی حکومت وايي، چې د ناقانونه کډوالو شړلو پرېکړه یې په دغه هېواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په کتو کړې ده. خو د حکومت له دغه پرېکړې سره په پاکستان کې ډېرې ملتپالو او مذهبي ګوندونو مخالفت ښودلی او پروړاندې یې احتجاجونه پیل کړي. نن هم د بلوچستان مرکز کوټه کې کاربندیز دی، ټول کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان پر اقتصاد د افغان کډوالو د ستنولو اغېز"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*