د پاکستان ځانګړی استازی: ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلام اباد داسې اسناد لري چې پاکستاني طالبان د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

اصف درانی اټکل کوي چې له پنځو تر شپږو زرو پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

هغه زياته کړه، که د تحريک طالبان پاکستان د غړو د کورنيو شمېر وڅېړل شي، نو ټولټال شمېر يې اويا زرو تنو ته رسېږي.

دغه جګپوړی پاکستانی ډیپلوماټ وايي، «ظاهراً نور خلک د دوی د اوسېدو لګښت ورکوي. ځکه چې طالبان د دې لوی شمېر ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د شنبې په ورځ د (کب۲۶ مه ) د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال دا مشخصه نه کړه چې د هغه له «افغان استازو» هدف څوک دي چې له هند څخه پیسې اخلي او پاکستاني طالبانو ته ورکوي.

اصف درانی وايي، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې چې دغه ډله نه تسلیمېدو ته چمتو وه او نه هم د پاکستان اساسي قانون ته وفاداره.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

د پاکستان پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان د ناامنۍ ریښه په افغانستان کې ده. افغان طالبانو دا ادعا رد کړه او ویلي یې دي چې «اسلام اباد خپله واوره د کابل پر بام غورځوي.»

په وروستۍ پیښه کې، پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ، د کب۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د څو ځانمرګو بریدګرو په تنظیمولو سره د پاکستاني پوځ په یوه مرکز موټربم او ځانمرګي بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه اووه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول او تر شلو زیات ټپیان شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان ځانګړی استازی: ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*