د پاکستان کرکټ بورډ: د حکومت له منظورۍ وروسته له افغانستان سره شل اووریزې لوبې کوو

د پاکستان کرکټ بورډ
د پاکستان کرکټ بورډ

د پاکستان کرکټ بورډ رییس نجم سیټهي وایي چې د حکومت له منظورۍ وروسته به افغانستان سره د کرکټ د یو ورځنیو لوبو پر ځای درې شل اووریزې نړیوالې لوبې کوي.

سیټهي چې په اسلام اباد کې یې یوې خبري کنفرانس ته وینا کوله، هیله څرګنده کړه چې حکومت به یې ددې لوبو اجازه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د اسټرالیا کرکټ بورډ افغانستان سره ددرېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو څخه له دې امله انکار وکړ، چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته حقوق نه ورکول کېږي.

افغان کرکټ‌ بورډ دا پرېکړه یوه اړخیزه او سیاسي وبلله او افغان لوبغاړو هم وغندله.

ټاکل شوې وه چې پاکستان او افغانستان درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې، دا د سوپر لیګ سیالۍ وې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره کېدې.

خو د پاکستان کرکټ بورډ رییس نجم سیټهي وايي‌ چې دواړه افغانستان او پاکستان دغه نړیوال جام ته وتلي دي او دوی غوره ګڼي چې د یوې ورځنیو لوبو پر ځای اوس درې شل اوریزې لوبې وکړې.

خو هغه ټېنګار وکړ چې باید سیاست او ورزش سره جلا وي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ شل اوریزې لوبې د مارچ په میاشت کې پلان شوې چې عواید به یې ۵۰-۵۰ فیصده په دواړو هېوادونو باندې وېشل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان کرکټ بورډ: د حکومت له منظورۍ وروسته له افغانستان سره شل اووریزې لوبې کوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*