د پاکستان یوې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي په لس-لس کاله زندان سزا محکوم کړل

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان په سائفر نومې قضیه کې په لس کلن زندان سزا محکوم کړی دی.

محکمې په همدې قضیه کې د پاکستان بهرنیو چارو مخکینی وزیر او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یو مشر شاه محمود قریشي هم په لس کلن زندان سزا محکوم کړی دی.

د سې شنبې پر ورځ د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنین د دلائلو له اورېدو وروسته په لنډ ډول د محاکمې پرېکړه واوروله او یاد دواړه کسان یې په لس-لس کاله زندان سزا محکوم کړل. د محکمې له لوري د سزا ورکولو پر مهال عمران خان او شاه محمود قریشي محکمې ته وړاندې شوي وو.

د یادونې ده، چې تېره شپه محکمې تر ناوخته پورې په دې قضیه کې د ۲۵ شاهدانو بیانونه رسماً ولیکل شول او وکیلانو پرې بحث وکړ.

پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا پر خواله رسنۍ ایکس د عمران خان یو پیغام خپور کړی، چې دا پرېکړه پکې له قانوني اړتیاوو او غوښتنو سره په ټکر کې بلل شوې ده.

عمران خان په دې پیغام کې وايي، ”دا قضیه دوه ځله د اسلام اباد عالي محکمې رد کړې او له سره یې د پیل امر کړی، خو په وینا یې اوس چې د مرکزي شاهدانو له څرګندونو هم زما او شاه محمود پر ضد څه و نه موندل شول، پلانوونکي ډار شوي او غواړي له قانوني تګلارو بشپړولو پرته یې ختمه کړي.”

سائفر څه ته وايي؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئAccept and continueد ویډیو تشریح،خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

سائفر د حساسو معلوماتو یا پیغامونو لیکلو هغه ډول ته ویل کېږي، چې د معمول ژبې پر ځای د کوډونو یا رمزونو ژبه پکې کارول کېږي.

په دې توګه لیکل شوي پیغامونه هر څوک نه شي لوستلای او ځانګړي روزل شوي ماهرین کولای شي د رمزونو دا پیغامونه ولیکي او بیا یې ولولي.

د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د سائفر لیک او لوست لپاره نژدې ۱۰۰ روزل شوي ماهرین ګومارل شوي دي، چې مرستیال سائفر بلل کېږي. همدا مرستیال سائفر افسران د پاکستان په سفارتونو کې هم د همدې لپاره په دنده ګومارل کېږي.

د عمران خان خلاف څه ډول قضیه ثبت شوې؟

د پاکستان تحریک انصاف ګوند موسس عمران خان او د ده ګوندي ملګري شاه محمود قریشي ته چې کومه سزا ورکړل شوې دا د هغه دیپلوماتیک سند اړوند قضیه ده، چې ادعا کېږي عمران خان ورک کړی و.

ښاغلي خان په ۲۰۲۲ کال کې یوې ولسي غونډې ته وینا کې په امریکا متحدو ایالتونو کې د پاکستاني سفیر یوه لیک په حواله وه د تحریک انصاف ګوند حکومت ختمولو توطئې ادعا کړې وه. نوموړي د دې توطئې تور پر یوه بل هېواد پورې کړی و.

خو د پاکستان ملي امنیت کمېټې په غونډه کې د سائفر په حواله د پي ټي ای حکومت دریځ رد شوی و. د ښاغلي خان حکومت له ختمېدو وروسته د دې موضوع تحقیقاتو دنده د پاکستان پلټنو ادارې ایف ای اې ته سپارل شوې وه.

د قضیې رپوټ کې ویل شوي وو، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۷مه په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د هغه مهال بهرنیو چارو سکرتر ته یو سائفر پیغام استول و، خو د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان او ګوندي ملګرو یې شاه محمود قریشي، اسد عمر او مرستیالانو یې د رمزي پیغام محتوا په لوی لاس ناسمه بیان کړې، ملي امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی او د شخصي ګټو ترلاسه کولو هڅه یې کړې ده.

په قضیه کې دغه راز ویل شوي وو، چې مخکیني لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او مرستیالانو یې رسمي او سري معلومات داسې خلکو ته سپارلي چې باید نه وای ورکړل شوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان یوې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي په لس-لس کاله زندان سزا محکوم کړل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*