افغانستان د لومړي ځل لپاره د چین سره د سړک له لارې وصل کیږي

د چین

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د افغانستان او د چین ترمنځ د بدخشان ولایت له لارې د یو سړک د جوړولو چارې بشپړیدو ته نږدې شوي دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د حکومت والي محمد ایوب خالد وایي، ددې سړک د جوړولو د چارو له بشپړېدو سره به افغانستان په لومړي ځل د سړک له لارې له چین سره ونښلول شي.

مولوي خالد د حریت په نوم یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي ددغه سړک ایستلو د کار د بشپړیدو وروسته به دا سړک قیریزې شي: “پنځه میاشتې کیږي چې په دې سړک باندې کار شروع شوی اوس الحمدالله وصل کیدو ته نږدې شوی…په یوه هفته کې به وصل شي.”

افغانستان د بدخشان ولایت د واخان په سیمه کې دسره ګډ سرحد لري خو تراوسه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ځمکې له لارې د تګ راتګ کومه لاره نشته.

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې د فیض اباد، پامیر او واخان ترمنځ د شاوخوا ۱۰۰ کیلومترو سړک چارې تر ۶۰ کیلو مترو پورې بشپړې شوې وې، خو د تیر حکومت د ړنګیدو وروسته ددغه سړک د جوړولو کار بند شوی و.

د طالبانو حکومت سږکال ددغه ۴۹.۷ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه سړک د بدخشان ولایت د پامیر له «بزهای ګُنبد خور» له سیمې پیل او د واخان ولسوالۍ تر پایه پورې د چین سرحدي نقطې ته رسېږي.

چین د طالبانو حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا هیواد پرته له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنې کابل ته یې خپل سفیر استولی او د طالبانو د حکومت ديلوماتان یې په بیجینګ کې منلي دي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان د چین او افغانستان ترمنځ د ځمکې له لارې نښلیدل ددغه هیواد اقتصاد لپاره خورا مهم ګڼي، خو وایي چې چین په سیمه کې د اویغور مسلمانانو د فعالیتونو په اړه اندیښنې لري.

د سیاسي چارو یو افغان کارپوه احمد سعیدي وایي، چین کیدای شي چې د اویغور مسلمانانو د فعالیت په اړه د طالبانو له حکومت څخه ډاډ ترلاسه کړی وي.

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه طارق فرهادي په داسې حال کې چې د سړک د جوړولو د پروژې د بشپړیدو ستاینه کوي، وایي چې دا کار به چین ته د افغانستان څخه د صادراتو د زیاتیدو په ځانګړي ډول د تازه او وچو میوو د صادراتو سره مرسته وکړي.

ښاغلی فرهادی وایي، د سړک جوړیدل یوازې اقتصادي پلوه اهمیت لري او لخوا د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو سره به کومه مرسته ونکړي.

ښاغلی فرهادي وایي چې د سړک د جوړولو په برخه کې چین هم لیوالتیا لري او غواړي چې د افغانستان له لارې ایران سره هم دا هیواد ونښلول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د لومړي ځل لپاره د چین سره د سړک له لارې وصل کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*