د کابل دشت برچې د چاودنې تلفات زیات شوي؛ یوناما او افغان سیاستوالو دا برید غندلی

ه کابل کې د طالبانو امنیتي مسئولین وايي چې په دشت برچې کې د تېرې ورځې په چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر پنځو تنه ته ورسېده.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویلي دي چې په دغې چاودنې کې شاوخوا ۱۵ تنه نور ولسي خلک ژوبل شوي هم دي.

د قوماندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ایکس حساب کې په دې اړه تازه معلومات خپاره کړي: «کابل ښار شپږمې حوزې اړونده دشت برچي سیمه کې پرون د شنبې ماښام شاوخوا ۶:۱۵ دقیقې د سپرلۍ په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله له بده مرغه پنځه تنه عام هېوادوال شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.»

مخکې ویل شوي وو چې په دغې پېښې کې دوه تنه وژل شوي دي. د داعش خراسان ډلې ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی.

یوناما او یو شمېر افغان سیاستوالو دا برید غندلی دی. یوناما په خپله ایکس حساب کې یې لیکلي: «د کابل په دشت برچي کې د تېرې شپې په چاودنه کې د هزاره ټ،لنې لږ تر لږه ۲۵ غړي وژل شوي او ټپیان دي… یوناما پر ملکي وګړو د هدفي بریدونو د پای ته رسولو، د افغانستان د هزاره ګانو د پراخ خوندیتوب او د عاملینو د حساب کولو غوښتنه کوي.»

د افغانستان یو شمیر سیاسي شخصیتونو د کابل ښار د دشت برچي د قلعه ناظر په سیمه کې د شنبې د ماښام چاودنه چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي په کلکه غندلې او دا ډول کړنې یې د اسلامي ارشاداتو او انساني ارزښتونو په خلاف بللې دي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ایکس په ټولنیزه شبکه په یوه اعلامیه کې د برید د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او دا تروریستي عمل یې غیر اسلامي او ضد بشري عمل بللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې، “جنایتکارو تروریستانو” یو ځل بیا د سپرلیو پر ښاري بس باندې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي په وینو لړلي دي.

ښاغلي خلیلي هم د پیښې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ویلي: “د کابل حاکمانو ته چې د خلکو د امنیت د ټینګیدو ادعا کوي هم دا ویل غواړم چې هرڅومره ژر چې کیږي ددغو تروریستي پیښو ترشاه پټ لاسونه افشا کړي چې ددې پرته نشي کولی خپل ځان ته برات ورکړي او د جرم او جنایت د شریکانو په توګه به و شمیرل شي”.

د ملي پخلاینې دعالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې په ملکي وګړو باندې برید د اسلامي ارشاداتو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دی او د غندنې وړ دی.

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي مهدي راسخ هم ویلي چې په افغانستان کې د اوږدو کلنو راهیسې هزاره ګان ددغسې هدفي بریدونو قربانیان دي.

د ولسی جرګې دغه پخواني غړي ویلي چې افغانستان د تروریزم او سخت دریخۍ قرباني دی: “ددغو پیښو اصلي عاملین طالبان دي چې د قومونو او مذهبونو ترمنځ د کرکې په پراخولوسره یې د تروریستي ډلو د فعالیت لپاره زمینه چمتو کړې ده. طالبان په وحشیانه کړنو سره چې د افراطیت او بدویت څخه سرچینه اخلي خپلو ځانونو ته ورته تروریستانو ته مشروعیت او لا انګیزه ورکوي”.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس محمدمعصوم ستانکزي هم په تروریستي بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول د اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف بللي دي.

ښاغلي ستانکزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي: “زمونږ هیواد تل د بهرنیو د اهدافو قرباني کیږي. ملت جوړول یوازې په صبر، عدالت او یووالي سره امکان لري. هغوی چې پر خپلو هیوادوالو باندې بې ځایه تورونه پورې کوي د هیواد په حق کې جفا کوي”.

د اسلامي دولت داعش – خراسان څانګې د کابل ‍‍په لویدیځ د دشت برچي سیمې کې په یو بس موټر کې د شنبې د ماښام د چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

عیني شاهدانو او په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې دا چاودنه د دشت برچي د قلعه ناظر په ساحه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي: “د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سپرلۍ په یو کاسټر موټر کې چادونه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په په موټر کې ناست دوه تنه عام وګړي شهیدان شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي”.

د بلې خوا د دې چاودنې عيني شاهدان وايي، چې د بريد هدف د کاسټر ډوله ښاري بس و. د دوی په وینا، چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

د کريم په نامه يو هټيوال چې چاودنه يې د هټۍ سره نږدې د سړک پر غاړه شوې، وويل چې له چاودنې وروسته د کاسټر موټر اور واخیست.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل دشت برچې د چاودنې تلفات زیات شوي؛ یوناما او افغان سیاستوالو دا برید غندلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*