د کابل په کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې

نن شپه د کابل په کوټه سنګي سېمه کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شویدي.

د پیښې په تړاو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي دي:” د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تلاشۍ چیک پواینټ سره نږدې د اوبو یوې ټانکۍ ته د نامعلومو کسانو لخوا لاسي بم غورځول شوی، چې له نیکه مرغه هیڅ ځاني تلفات نلري. “

نوموړي زیاته کړې، هڅه کیږي د پیښې عاملین ژر پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.‌

په ورته وخت کې ځايي اوسیدونکو، ازادي راډیو ته په سیمه کې د ډزو او چاودونو د غږونه پخلی کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل په کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*