د کابل پوهنتون برید په طراح پسې په تهران کې لټون کېږي؟

هغه کس چې د ایران اطلاعاتو وزارت نن د داعش ډلې له ”مخکښو غړو یو” یاد کړی، پلازمېنه تهران کې یې فراري بللی او تصویر یې خپور کړی، پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د افغانستان له بګرام زندانه تښتېدلی و.

د ایران اطلاعاتو وزارت چارواکي دا کس د داعش له مشرانو یو بولي او په وینا یې ”محمد عادل عارف” نومېږي، چې د ”عادل پنجشېري” په نامه مشهور دی او ”تازه یې ورانکارو فعالیتونو ته مخه کړې.”

د یادونې ده، چې د افغانستان مخکیني جمهوري حکومت له سقوط اته میاشتې مخکې د افغانستان سترې محکمې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر پر ۳۱ مه یو بې غږه ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې پر کابل پوهنتون د خونړي برید طراحانو د محاکمې بهیر پکې ښکارېد. د هغې محاکمې له مخې ”ابتدايي محکمې” د ”ترهګریز برید” او سړي تښتونې د جرم له کبله د محمد عارف زوی محمد عادل ”په اشد مجازات یعنی اعدام” محکوم کړی و.

د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر دویمه نېټه درې وسله والو بریدګرو پر کابل پوهنتون یوه وسله وال برید کې ۲۲ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان کړي وو، چې ډېری یې محصلین وو. د داعش ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت منلی و. د مخکیني افغان حکومت چارواکو وروسته ویلي و، چې محمد عادل ”پر کابل پوهنتون د برید مرکزي طراح” و.

د افغانستان د هغه مهال ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي و، چې دې کس د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې تر درېیم کال پورې زدکړې کړې، اصلاً د پنجشېر اوسېدونکی دی، چې د کابل ښار د څنډو په پلچرخي سیمه کې یې ژوند کاوه.

د افغانستان ملي امنیت ادارې په ۱۳۹۹ کال کې د نوموړي د اعتراف ویډیويي کلیپ خپور کړی و، چې معلومه نه ده، په څه ډول شرایطو کې ترې اعتراف اخیستل شوی و. هغه خپل نوم ”محمد عادل” یاد کړی و، چې په وینا یې د ”ارش” په نامه مشهور و.

پر کابل پوهنتون د ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتې هغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي وو.
د عکس تشریح،پر کابل پوهنتون د ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتې هغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي وو.

د ایران اطلاعاتو وزارت په درېیمه اعلامیه کې چې د دې هېواد په کرمان سیمه کې له بریدونو وروسته هم راغلي چې ”دا کس پر کابل پوهنتون د برید طراحي په تور نیول شوی و او له نژدې یوه کال زندان وروسته” له بګرامه خوشی شوی او ” د وروستیو رپوټونو له مخې چې لاس ته راغلي، د تهران لوېدیځې برخې ته راغلی دی.”

د ایران اطلاعاتو وزارت د دې کس عکس خپور کړی، ورسره لیکلي یې دي، چې دا یو ”سابقه دار ترهګر” دی او له خلکو یې غوښتي چې په موندلو کې یې له حکومت سره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبانو پر کابل ولکه وکړه، د داعش سلګونه زنداني غړي د افغانستان له زندانونو ووتل.

خو د تهران د کرمان په بریدونو کې د دې کس مخامخ لاس لرلو په هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د روانې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د ایران په کرمان کې د دې هېواد د یوه وژل شوي جنرال قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې د چاودنو له کبله تر نوې ډېر کسان وژل شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل پوهنتون برید په طراح پسې په تهران کې لټون کېږي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*