افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې هالنډ ته ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) افغانستان هالنډ ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند په لکنو کې په دې لوبه کې، هالنډ د پچې له وګټلو وروسته د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دغه هدف په ۳۱ اورونو کې د یوازې درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه.

د افغانستان دپاره کپتان حشمت الله شهیدي ۵۶ منډې، رحمت شاه ۵۲ منډې او عظمت الله عمرزي ۳۱ منډې وکړې.

په دې لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي محمد نبي د هالنډ درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو. د افغانستان بل ورو توپ اچوونکي نور احمد د مخالف لوري دوه لوبغاړي وسوځول.

د هالنډ دپاره سیبرنډ اینجلبریچ تر نورو زیاتې ۵۸ منډې وکړې. میکس اوډوډ ۴۲ منډې، کولن اکرمن ۲۹ منډې وکړې او پاتې زیاتره لوبغاړي یې له لسو په کمو منډو وسوځېدل.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان اوومه لوبه او څلورم بری دی.

افغانستان د نومبر په اوومه له استرالیا او د نومبر په لسمه له جنوبي افریقا سره لوبه لري.

منبع

مرتبط

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې هالنډ ته ماتې ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*