د کرکټ نړیوال جام: هند سري لانکا ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د چهارشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) هند سري لانکا ته د ۳۰۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند په ممبۍ کې سري لانکا ددې پنځوس اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته، د کوربه هېواد لوبډله لومړۍ توپ وهنې ته وبلله. هند د اتو ویکټو په بایللو سره مخالف لوري ته د ۳۵۸ منډو هدف وټاکه.

د سري لانکا ټول لوبغاړي په ۲۰ اورونو کې د یوازې ۵۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېدله.

د هند توپ وهونکو شوبمن ګیل ۹۲ منډې، ویرات کوهلي ۸۸ او شريیاس ایر ۸۲ منډې وکړې.

په دغه لوبه کې د هند توپ اچوونکي محمد شمسي د سري لانکا پنځه لوبغاړي وسوځول او د دې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو. د هند بل توپ اچوونکي محمد سراج درې لوبغاړي وسوځول.

د سري لانکا پنځه توپ وهونکي په صفر وسوځېدل او هیڅ لوبغاړی یې و نه توانید چې له ۱۴ زیاتې منډې وکړي.

له دې سره هند د ۱۴ پواینټونو سره د نړیوال جام په لومړي پړاو کې د لسو هېوادونو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی دی.

په نړیوال جام کې افغانستان تر اوسه شپږ لوبې کړي او درې یې ګټلي دي. افغانستان د جمعې په ورځ (نومبر درېیمه) له هالند، د نومبر په اوومه له استرالیا او د نومبر په لسمه له جنوبي افریقا سره لوبه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کرکټ نړیوال جام: هند سري لانکا ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*