لندن کې د کرکټ یو توپ په ۲۶ زره امریکایي ډالرو پلورل شوی

د کرکټ

د انګلستان د کرکټ پخواني مشهور لوبغاړي ایان بوتهام د لندن په یوې بولۍ کې خپل شاوخوا ۲ سوه یادګاري شیان چې د کرکټ لوبې پر وخت یې راټول کړي و، پلورلي دي.

ښاغلي بوتهام پدې بولۍ کې یو توپ چې هغه په ۱۹۸۱ کې د انګلستان او اسټرالیا د کرکټ د لوبډلو تر منځ د ټیسټ سیالیو مشهورې لړۍ (Ashes) په یوې لوبې کې د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي سوځولي و، په ۲۰ زره پونډه وپلوره چې ۲۶ زره امریکایي ډالر کیږي.

د دې سیالیو څلورمه لوبه انګلستان وګټله او بوتهام پنځه لوبغاړي داسې سوځولي و چې یوازې یوه منډه یې ورکړې وه.

د همدې لړۍ په یوې بلې لوبې کې د انګلستان دې مشهور لوبغاړي د خپلې لوبډلې لپاره ۱۴۹ منډې وکړلې، د لوبې تر پایه ونه سوځید او دا لوبه یې هم وګټله. د همدې لوبې یوه ویکټ چې ” Headingley 81″ پرې لیکل شوي په ۱۱ زره پونډه پدې بولۍ کې وپلورل شوه.

هغه خپل یو میډال په ۱۹ زره پونډه وپلوره.

دا مډال بوتهام ته په یوې لوبې کې د غوره لوبغاړي ټاکل کیدو څخه وروسته ورکړل شو و ځکه هغه د اسټرالیا ۶ لوبغاړي سوځولي و او بیا یې په توپ وهنې کې هم ۵۰ منډې کړې وې.

ایان بوتهام چې اوس ۶۷ کاله عمر لري د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۹۲ کاله پورې یې د انګلستان لپاره لوبه کړې او د کرکټ په تاریخ کې یو تر ټولو غوره داسې لوبغاړی و چې هم توپ وهنه او هم توپ اچونه کولی شي چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته آلرونډر ویل کیږي.

هغه په ۱۰۲ لوبو کې څه باندې ۵ زره منډې کړې او څوارلس ځله یې سلیزې هم کړیدي.

دې پخواني مشهور لوبغاړي چې د پارلمان غړی هم دی او کله نا کله د کرکټ په لوبو کې د مبصر په توګه هم راڅرګندیږي، تیزه توپه اچونه کوله او د خپلې لوبې په دوران کې یې ۳۸۳ لوبغاړي سوځولي دي.

وروسته تر هغه چې ایان بوتهام په ۱۹۹۲ کې د کرکټ لوبه پریښوده، د ګڼ شمیر خیریه مؤسسو لپاره یې د بسپنې په راټولولو کې مهم نقش ادا کړی.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*