د کډوالو چارو وزارت: نږدې ۶ زره افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اوس‌مهال د پاکستان په زندانونو کې نږدې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.

 د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد طلوع‌نیوز ته وایي، چې دغه کډوال په بېلابېلو علتونو نیول شوي او د خوشي کېدو لپاره یې د پاکستان د لنډمهالي حکومت له چارواکو سره خبرې روانې دي.

ښاغلي راشد وویل:«په پاکستان کې کابو ۶ زره کډوال بندیان دي. تراوسه کابو ۶۰۰ تنه په کراچۍ او نورو ښارونو کې له بندخونو ازاد شوي. دلته زموږ د سفارت او کونسلګرۍ اتشې له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې بندیان په یو ډول ازاد کړي.»

بلخوا، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو پر ناسم چلند په نیوکې سره وایي چې د بندیانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې قانوني اسناد لري.
                         
په پاکستان کې افغان کډوال محمد وايي:«زموږ افغانانو کورونه تلاشي کوي، څوک چې ویزه ولري، ښه، څوک چې ونه‌لري اړول کېږي یا پیسې اخلي. همدا څو ورځې مخکې ورور مې نیولی و، د بنسټونو په مرسته مو بېرته ازاد کړ. د پاکستان له دولته مو غوښتنه همدا ده چې موږ کډوالو ته پاملرنه وکړي.»

د کډوالو د چارو ځينې فعالان د پاکستان له لنډمهالي حکومته غواړي چې د نړۍوالو نورمونو پر خلاف له افغان کډوالو سره چلند ونه‌کړي.

د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ طلوع‌نیوز ته وايي:«په پاکستان کې د کډوالو نیول د کډوالو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ لامل کېږي او بلخوا د دواړو هېوادونو پر اړیکو به منفي اغېز ولري.»
 
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان لمریز کال له پېلېدو راهیسې د پاکستان له زندانونو څه باندې شپږ سوه کډوال راخوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کډوالو چارو وزارت: نږدې ۶ زره افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*