د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام کې د افغانستان لوبې

د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام کې د افغانستان لوبې
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام کې د افغانستان لوبې

تمه ده چې د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو لوبو کرېکټ نړيوال جام د هند په کوربتوب د روان کال د اکتوبر په ۵مه نېټه پيل او د نومبر تر ۱۹مې دوام وکړي. له دې وړاندې نړيوال جام سيالۍ په ۲۰۱۹ کال کې د انګلنډ په کوربتوب ترسره شوې وې.

د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام سياليو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي، چې ۸ لوبډلو ورته نېغ په نېغه لاره موندلې او دوه لوبډلې يعني سريلانکا او نيدرلند ورته د غوراوي سياليو له لارې ورسېدې.

افغانستان، انګلستان، هند، سويلي افريقا، اسټراليا، نيوزيلنډ، بنګله‌ ديش، سريلانکا، پاکستان او نيدرلند یا هالنډ هغه لوبډلې دي، چې په دې سياليو کې به ګډون ولري. د دغه جام ټولې ۴۸ سيالۍ د هند د ۱۳ بېلابېلو ښارونو په بېلابېلو لوبغالو کې ترسره کېږي.

د کرېکټ نړيوالې شورا د دې سياليو اتلې لوبډلې ته ۴ ميليونه ډالر، دويم مقام لرونکې ته ۲ ميليونه ډالر، د نيمه پای ‌لوبې بايلونکې لوبډلې ته ۸۰۰زره ډالر، د هرې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۴۰۰زره ډالر او د دغه سياليو هرې ګډونوالې لوبډلې ته ۱۰۰ زره ډالر په پام کې نيولي دي.

د ۲۰۲۳ کرېکټ نړيوال جام ټرافي د افغانستاناو د دغو سياليو د ګډون کوونکو لوبډلو په شمول د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د نندارې لپاره وړاندې شوه. د دې سياليو پای ‌لوبه به د اکتوبر په ۱۹مه د هند په احمد آباد کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د حشمت‌ الله شهيدي په لوبډلمشرۍ دغه لوبو ته ۱۵ کسیزه غښتلې لوبډله اعلان کړې، چې تر دېره په کې ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شوی دی.

ابراهيم ځدران، رحمان ‌الله ګربز، رحمت‌ شاه، رياض حسن، نجيب ځدران، محمد نبي، اکرام علي‌خېل، عظمت ‌الله عمرزی، راشد خان، عبدالرحمن، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمن، فضل‌الحق فاروقي او نوين‌الحق د دغه نوملړ برخه دي. د يادو سياليو لپاره ګلبدين نايب، شرف‌الدين اشرف او فريد ملک هم د احتياطي لوبغاړو په توګه انتخاب شوي دي.

افغان لوبډله به دغه جام کې ټولې ۱۱ سيالۍ ترسره کړي، چې ۲ يې تمريناتي يا وارم‌اپ دي او ۹ يې اصلي لوبې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د نړيوال جام له اصلي سياليو وړاندې د سپټمبر په ۲۹مه سويلي افريقا او د اکتوبر په ۳مه سريلانکا سره تمريني سيالۍ ترسره کړي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله وار له مخې متحده عربي اماراتو ته تللې او هلته د دغو سترو سياليو لپاره پر چمتووالي بوخته ده. افغانستان به د نړيوال جام لومړۍ اصلي لوبه کې د اکتوبر په ۷مه د هند په دهرامسالا کې له بنګله ديش سره مخ شي.

 په همدې ترتيب دويمه لوبه يې د هند پر وړاندې د اکتوبر په ۱۱مه دهلي کې، درېيمه د اکتوبر په ۱۵مه انګلنډ سره بيا هم دهلي کې، څلورمه د اکتوبر په ۱۸مه د نيوزيلنډ پر وړاندې په چينای کې وکړي او پنځمه سيالۍ يې بيا هم چينای کې پاکستان سره د اکتوبر په ۲۳مه ده. افغان لوبډله به خپله شپږمه لوبه په پونه کې د اکتوبر په ۳۰مه له سريلانکا سره، اوومه لوبه به د نومبر په ۳مه له نيډرلنډ سره په لکنو کې، اتمه لوبه به د اسټراليا سره د نومبر په ۷مه په وانکهيد ښار کې وکړي او ۹مه لوبه به د نومبر په ۱۰مه په احمد آباد کې د سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړي.

که افغان لوبډله له دغو ۹ سياليو پنځه لوبې وګټي کولای شي، د دې سترو سياليو نورو پړاوونو ته د رسېدو لاره به ومومي. د يادونې وړ ده، چې د کرېکټ له دې سترو سياليو وروسته به د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې د ویسټ انډيز او امريکا په کوربتوب د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړيوال جام سيالۍ ترسره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام کې د افغانستان لوبې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*