ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې د داعش ځواکونو شمېر شاوخوا ۸۰ تنو ته رسېږي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې په هېواد کې د داعش ځواکونو شمېر شاوخوا ۸۰ تنو ته رسېږي. چې هغوی هم تر څار لاندې دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او ټول پټن‌ځایونه یې له‌منځه وړل شوي دي.

نوموړی که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم نه‌اخلي؛ خو ټینګار کوي چې په هېواد کې یې د داعش ډلې د ملاتړو هېوادونو او کړیو مخه نیولې ده.

ذبیح الله مجاهد وايي:«ډېر کم پاتې دي تر لسګونو، کابو ۷۰ تر ۸۰ تنو پورې که وي هغوی هم تښتېدلي دي او تر تعقیب لاندې دي. ټول پټن‌ځایونه یې له‌منځه وړل شوي، زیات شمېر یې په بندخونو کې دي، د محکمې تر حکم لاندې دي او ځينې نور یې تر څار لاندې دي، ان‌شاالله د هغوی شمېر ډېر کم دی او ټولې هغه روزنې چې ترې ملاتړ یې کېده تړل شوې دي.»

اخوا د سیاسي او نظامي چارو ځینې شنوونکي د داعش ډلې پر ځپلو د ټينګار سربېره پر دې باور دي چې د نړۍ له هېوادونو سره د ښه تعامل په موخه باید اسلامي امارت د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د احتمالي برېدونو مخنیوي وکړي.

د نړۍوالو چارو شنوونکی محمد اجمل زرمتی وايي:«له هغې وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی په ټول افغانستان کې فېزیکي امنیت شتون‌لري او هېڅ کس او هېڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي، که هغه داعش وي، مقاومت وي یا کومه بله ډله وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«د داعش په څېر ډلو په بنسټيزه توګه له‌منځه وړل د ملي باور په ترلاسه کولو پورې تړاو لري، او د ملي باور ترلاسه کول، د اساسي قانون، د رسمي حکومت او ملي دولت د تشې په پای ته رسېدو پورې تړلی دی.»

تر دې مخکې، دفاع وزارت ټینګار کړ و چې داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او یو ځل بیا یې د هغې ژمنې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ یوه هېواد پر ضد ونه کارول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې د داعش ځواکونو شمېر شاوخوا ۸۰ تنو ته رسېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*