ساحلي فوټبال؛ افغانستان د ملتونو په جام کې ګډون کوي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به په مارچ میاشت کې د اسيا د ملتونو په جام کې ګډون وکړي.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله به په الف ګروپ کې له تایلنډ، بحرین او سعودي عربستان سره سيالۍ ترسره کړي.

دغه سیالۍ چې تایلنډ هېواد یې کوربه دی د مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه پيليږي او پایلوبه به یې د همدې میاشتې په ۲۶مه نېټه وي.

فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې د دې سیالیو لپاره د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د احسان الله شېرزاد تر روزنې لاندې تمرینات پیل کړي دي.

دا د افغانستان د ساحلي فوټبال څلورم ځل دی چې په دې سیاليو کې ګډون کوي.

په لومړي ځل افغان لوبډلې په ۲۰۱۳ کال د ساحل فوټبال د ملتونو جام برخوال و او په ۲۰۱۹ کال کې یې د نهم مقام په ګټلو سره په دې جام کې خپل سفر بشپړ کړ.

دغه سیالۍ چې هر دوه کاله بعد ترسره کېږي، په ۲۰۲۱ کال کې د کرونا وایرس له امله ترسره نه‌شوې.

د یادونې ده چې جاپان د ۲۰۱۹ کال د اتلولۍ په ګټلو سره اوس مهال دفاعي اتل دی او یوازنی هېواد دی چې درې ځل یې د دې جام اتلولي ګټلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ساحلي فوټبال؛ افغانستان د ملتونو په جام کې ګډون کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*