افغانستان په کرکټ کې له پاکستان وروسته سري‌لانکا ته هم ماتې ورکړه

د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې سیالیو کې افغانستان له پاکستان وروسته سري‌لانکا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

دا لوبه نن دوشنبه د لړم اتمه د هند په کوربه‌توب په پونه لوبغالي کې وشوه او افغان لوبډلې پکې د سري‌لانکا لوبډلې ته په ۷ وېکټو ستره ماتې ورکړه.

په نننۍ لوبه کې سریلانکا لومړۍ توپوهنه وکړه او افغان لوبډلې ته یې په ۴۹ اورونو کې ۴۴۲ منډې هدف ورکړ.

افغان لوبغاړو د سریلانکا لخوا د ۲۴۲ منډو هدف په ۴۶ اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او دا سیالي یې د اوو ویکټو په توپیر وګټله.

افغانستان تر دې وړاندې د پاکستان او انګلستان لوبډلو ته هم تاریخي ماته ورکړې وه.

د ویلو ده چې په نننۍ لوبه کې عظمت الله عمرزي ۷۳، حشمت الله شهیدي ۵۸، رحمت شاه ۶۲ او ابراهیم ځدران ۳۹ منډې جوړې کړې او دا سیالي یې د افغانستان په ګټه تمامه کړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان په کرکټ کې له پاکستان وروسته سري‌لانکا ته هم ماتې ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*