د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې

سوداګرۍ

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې.

له هغې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي او پوځي ناندرو او تاوتریخوالي پر سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو سیوری وغوړاوه؛ نو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر رسمي بلنه کابل ته راغی، ګې د سوداګرۍ په اړه پر شته ننګونو بحث او خبرې وکړي. 

د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ويلي، چې د وروستیو سیاسي کړکېچونو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې له ستونزو سره مخ دي او په دې ناسته کې هڅه کېږي، چې شته ستونزو ته د اساسي حل لارې – چارې ولټول شي او د سوداګرۍ موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه‌تړل شي.

د اقتصادي کارپوهانو پر اند افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ ټرانزیټي لار ده؛ نو اسلامي امارت کولی شي له دې لارې پر پاکستان د فشار زیاتولو لپاره کار واخلي، چې پاکستان د افغانستان سوداګرۍ ته د ستونزو د رامنځته کولو مخه ونیسي.

ویل کیږي، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې د PTA پر ترجیحي سوداګریز تړون، د  TAD  پلي کېدا او د اپټا د خبرو اترو وروستي کولو او همدارنګه هوايي ټرانزیټ، تورخم، چمن او سپین بولډک په بندرونو کې ۲۴ ساعته فعالیتونو او نورو سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشي.

له هغې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي او پوځي ناندرو او تاوتریخوالي پر سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو سیوری وغوړاوه؛ نو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی د صنعت او وزارت پر رسمي بلنه کابل ته راغی، ګې د سوداګرۍ په اړه پر شته ننګونو بحث او خبرې وکړي. 

د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ويلي، چې د وروستیو سیاسي کړکېچونو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ او ټرانزیټي اړیکې له ستونزو سره مخ دي او په دې ناسته کې هڅه کېږي، چې شته ستونزو ته د اساسي حل لارې – چارې ولټول شي او د سوداګرۍ موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه‌تړل شي.

د اقتصادي کارپوهانو پر اند افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ ټرانزیټي لار ده؛ نو اسلامي امارت کولی شي له دې لارې پر پاکستان د فشار زیاتولو لپاره کار واخلي، چې پاکستان د افغانستان سوداګرۍ ته د ستونزو د رامنځته کولو مخه ونیسي.

ویل کیږي، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې د PTA پر ترجیحي تړون، د  TAD  پلي کېدا او د اپټا د خبرو اترو وروستي کولو او همدارنګه هوايي ټرانزیټ، تورخم، چمن او سپین بولډک په بندرونو کې ۲۴ ساعته فعالیتونو او نورو سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*