سوريه کې د داعش بريد لږ تر لږه ۲۳ سرتېري وژلي

د داعش پاتې شوني د سوريې په دښتو کې پټيږي
د داعش پاتې شوني د سوريې په دښتو کې پټيږي

د داعش »غړو يو نظامي بس« د پنجشنبې په ورځ د سوريې په ديرالزور ولايت کې په نخښه کړی. دغه خبره د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان کړې ده. په دې وروستيو کې د جهادي ډلو پاتې شونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. په دغه بريد کې »۲۳ تنه عسکر وژل شوي او له ۱۰ ډېر ژوبل شوي« دي چې د ځينو حالت يې ترينګلی ښودل شوی. دغه خبره په بريتانيا کې مېشت د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان کړې ده چې په سوريه کې دننه د سرچينو يوه پراخه شبکه لري. د څار سازمان په خبره »په لسګونو عسکر« بې درکه هم دي.داعش د خپل مشر د مړينې او نوي مشر د ټاکلو اعلان وکړ

سره له دې چې داعش په ۲۰۱۹م کال کې په سوريه کې ټوله خاوره له لاسه ورکړه، د سوريې په دښتو کې لا پټنځايونه لري چې له هغه ځايه بريدونه تر سره کوي. د داعش غړو په تېرو اوونيو کې د سوريې په شمال او شمال ختيځ کې بريدونو ته زور ورکړی دی. پر دمشق د اسرائیل په بريد کې ۴ کسان وژل شويد څار سوريايي سازمان دا هم ويلي چې د اوونۍ په پيل کې د داعش په يوه بريد کې د رقه په ولايت کې لس سوريايي عسکر او حکومت پلوي جنګيالي وژل شوي ول.

لومړی نظر وکړئ on "سوريه کې د داعش بريد لږ تر لږه ۲۳ سرتېري وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*