داعش د سوریې ۱۰ پوځیان ووژل

په لندن کې مېشت د سوریې بشري حقونو د څار غړو اعلان کړی، چې په دغه هیواد کې د داعش جنګیالیو پر یوې پوځي اډې د برید له امله لس سوري پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، المرصدالسوري ویب پاڼې د جولای په ۸مه نېټه ادعا کړې چې دغه برید د سوریې په رقه ولایت کې شوی دی.

دا برید تر اوسه د سوریې چارواکو تایید او یا رد کړی نه دی.

دغه سازمان د سوریې د پوځ پر پوستو د داعش برید سخت او حیرانوونکی بللی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې په دغه برید کې د ټپیانو وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش په دې وروستیو کې د سوریې د پوځ پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. څو ورځې مخکې دې ډلې د دغه هېواد په شمال کې د تېلو یو کاروان په نښه کړی و، چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي وو.

همدا راز څو ورځې مخکې داعش جنګیالیو د سوریې پلازمینې دمشق په السیده زینب سیمه کې دوه عملیات ترسره کړي، چې په پایله یې شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور هم ژوبل شوي دي.

په لندن کې مېشت د سوریې بشري حقونو د څار غړو اعلان کړی، چې په دغه هیواد کې د داعش جنګیالیو پر یوې پوځي اډې د برید له امله لس سوري پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په لندن کې مېشت بشري حقونو د څار غړو اعلان کړی، چې په دغه هیواد کې د داعش جنګیالیو پر یوې پوځي اډې د برید له امله لس سوري پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داعش د سوریې ۱۰ پوځیان ووژل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*